شاته

باجوړ: پوځي عملیاتو کې د داعش د مهم مشر شفیع الله اؤ د هغه د دوؤ نورو ملګرو د وژل کېدو دعوه شوې

په رسنیو اؤ سوشل میډیا دعوې مخې ته راغلي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې د داعش وسله والې ډلې یو مهم کمانډر شفیع الله اؤ دوه نور وسله وال د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ایس پي آر د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې د باجوړ په عنایت قلعه سیمه کې یې په عملیاتو کې د کمانډر سیف په ګډون "درې ترهګر وژلي" دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د دوی تړاو له کومې وسلوالې ډلې سره وو.

ویل شوي د داعش وژل شوی کمانډر شفیع الله په پاکستان کې د ترهګرۍ په یو شمیر مقدمو کې قانون پر ځاي کوونکو ادارو ته مطلوب ؤ اؤ د هغه پر سر شل لکه روپۍ انعام هم مقرر کړل شوی ؤ.

د خراسان ډایري په نوم رسنۍ د سرچینو له قوله په ټويټر لیکلي چې د داعش خراسان د کمانډر شفیع الله پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس د امنیتي ځواکونو عملیات د باجوړ د ماموند تحصیل په سیوۍ سیمه کې شوي دي.

دغه رسنۍ دسرچینو له قوله دا دعوه هم کړې ده چې د شفیع الله ترڅنګ عملیاتو کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي خو وایي د هغوي پېژندګلو لا په سمدستي توګه نه ده شوې.

تراوسه امنیتي چارواکو یا سیمه ییزې انتظامیې په رسمي توګه ددې دعوې تصدیق یا تردید نه دی کړی.

د ای ایس پي آر تر بیان مخکې وي او ای ډیوه د باجوړ د پولیسو دنظر معلومولو لپاره د باجوړ د پولیسو د مشر یا ډي پي او نذیر خان دفتر ته د دغو عملیاتو په اړه د معلوماتو لپاره څو کرته زنګ ووهلو خو دهغه ټيليفون هیڅ ځواب نه وو ویلی.

خراسان ډایري نومې رسنۍ پخپل ټویټ کې د سرچینو له لوري دا دعوه هم کړې ده چې دداعش وژل شوي سیمه ییز مشر شفیع الله په دې وروستیو کې په جمعیت علماء اسلام ګوند پسې په تړلو دیني عالمانو بریدونو اؤ د قلنګ غوښتنې یو شمېر پېښو کې هم ککړ ؤ.

په دې وروستیو کې په باجوړ کې جمعیت علماء اسلام نومې سیاسي مذهبي ګوند سره تړاؤ لرونکي ګڼ شمیر دیني عالمان ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي چې دغو بریدونو کې د زیاترو ذمه واري داعش خراسان پغاړه اخستې ده.

په 23م جون هم باجوړ کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو غړی مولانا نور محمد اؤ دهغه ورور زبېر وژل شوي وؤ چې وروسته یې ذمه واري داعش وسله والې ډلې پغاړه اخستې وه.

د روانې میاشتې په شپږمه نیټه د ملاکنډ ډويژن دترهګرۍ ضد دپولیسو یو لوړ پوړي مشر یا اېس پي امجد خان خبريالانو ته ويلي، سي ټي ډي ته مطلوب د داعش اهم کمانډر سبحان عرف عثمان په باجوړ کې په عملیاتو کې وژل شوی دی.

تر دغې پېښې وړاندې د مئ په 18مه دباجوړ په لوی سم علاقه کې دپوځ اؤ د ترهګرو ترمنځ نښته شوې وه چې پوځ پکې دخپل عسکر شفیق الرحمان د وژل کیدو پخلی کړی ؤ.

په دې وروستیو کې دباجوړ خلکو سیمه کې دترهګرۍ دپېښو پرضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په ګلګست بلتستان کې د یاک یا د ځنګلي غويې قرباني
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00