شاته

افغانستان راتلونکې جولای کې د بنګله‌دېش پر وړاندې دوه لوبلړۍ ترسره کوي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ، چې افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې په راتلونکې جولای میاشت کې دوه لوبلړۍ ترسره کوي.

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام مهالوېش اعلان شو، چې افغانستان خپله لومړۍ سیالي د بنګله‌دېش پر وړاندې کوي.

د خپرونې په دوام به دا هم واورئ، چې د افغانستان ایمرجینګ لوبډله د اسیا کپ په سیالیو کې ګډون کوي او کرکټ بورډ هوډ کړی، چې یو وار بیا د افغانستان شل اوریزه لیګ دویم پړاو ترسره کړي.

دغه راز د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دوو نړیوالو ټورنمنټونو کې برخه اخلي.

او دا ځل په ځانګړې مرکه کې د پخواني لوبغاړي او اوسني روزونکي دولت خان احمدزي سره د افغان کرکټ ادارې د لوبغاړو د غوراوي پر پالیسو او ورستیو ټاکنو غږېدلي یو.

د لوبو له ميدانه خپرونه، چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:03 0:00