شاته

د امریکایي قونصل استازي د لاهور زندان کې بندي پاکستانۍ امریکایي مېرمنې خدیجه شاه سره لیدلي

دامریکې دقونصلیټ استازي دلاهور په کوټ لکپت زندان کې دبندي پاکستانۍ امریکایي مېرمنې خدیجه شاه سره لیدنه کړې اؤ دهغې دبند نه دایله کولو په اړوند یې ورسره په قانوني اړخونو خبرې اترې کړې دي.

په خدیجه شاه تور دی چې د نهم مې د تشدد څخه ډکو قهرجنو مظاهرو کې شريکه وه او د يادو پېښو ويډيوګانې یې په ټولنيزو رسنيو هم شريکې کړې وې.

خديجه شاه د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال اصف نواز جنجوعه نمسۍ او د خزانې د پخواني وزير سلمان شاه لور ده اؤ هغه دپاکستان اؤ امریکې غبرګ تابعیت لري.

پاکستاني رسنیو ویلي دخالي په ورځ دخدیجه شاه اؤ امریکایي استازي ترمنځ دکوټ لکپت زندان کې شوې لیدنې تر یو ساعت دوام کړی دی.

تر دې وړاندې دامریکې دبهرنیو چارو محکمې ویلي وؤ چې امریکا دپاکستاني چارواکو سره په تماس کې ده چې خدیجه شاه سره دقونصلر لیدنې ته لاره ورکړي.

ددغه لیدنې زیات جذیات مخې ته نه دي راغلي خو پاکستاني رسنۍ وایي چې امریکایي سفارتي مامورینو دهغې دخلاصون په قانوني لارو چارو غور کړی دی.

خديجه شاه فېشن ډيزاينره يعنې د ډول سنګار د جامو يو مشهوره کار پوهه ده او د قيمتي جامو غټ کاروبار چلوي.

دهغې د کمپنۍ نوم الان دی، د برتانيې شهزادګۍ چې د پاکستان ته سفر کړی و خديجه شاه ورله د خپلې کمپنۍ د جامو يوه ډالۍ هم ورکړې وه.

میډيا کې د راغلو مالوماتو ترمخه خديجه شاه داستحکام پاکستان په نوم دجوړ شوي یو نوي سیاسي ګوند دمشر اؤ د پنجاب دمالداره کاروباري تن جهانګير ترين د لور مهر ترين کره په لاهور کې پټه وه او د پوليسو نه د تېښتې په مهال یې هغې او د هغې خاوند عمر شېخ کومک کولو، خو دوي دپولیسو نه دهغې په خلاصولو کې کامياب نه شول.

د پاکستانۍ ميډيا رپوټونه وايي چې خدېجه شاه د بچ کولو لپاره د پنجاب اشرافيه ډېرې هلې ځلې کړې وې خو د پوځ مشر جنرال عاصم منير نه منله.

د رپوټونو ترمخه د پنجاب د چودهري شجاعت حسېن نه تر وزير اعظم شهباز شريف پورې د واک اختيار خاوندانو ورله د بچ کولو هڅې کړې وې خو څه نتيجې یې نه وې ورکړې.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه دې نيوز ليکي"د خدیجې خسر سرمد امين چې د وزیر اعظم شهباز شریف زوړ ملګری دی، د هغه سره یې څو ملاقاتونه کړي وؤ خو د وزير اعظم هڅو څه نتېجې نه دي راوړي البته وزير اعظم دا باور ورکړی چې مقدمه به د قانون سره سمه وي"

خديجه شاه د سوشل ميډيا د پاڼو د لارې معافي هم غوښتې او ويلي یې دي د کور کمانډر په کور باندې بريد کې یې داسې څه رول نه دی لوبولی یوازې د احتجاج لپاره تللې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

څنګه چې تودخه ډېريږي خلک د يخ سوات لوري ته مخه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00