شاته

تربت: د امنيتي ځواکونو په قافله ښځې ځانمرګی برید کړی

د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ښار کې د امنتي ځواکونو په قافله ښځې ځانمرګي بريد کړی یو عسکر یې وژلی، درې ژوبل شوي دي،

پوليس وايي دا "ځانمرګی بريد دی او ښځې ځانمرګی تر سره کړی".

د تربت پوليسو د پېښې او پېښه کې د يو عسکر د وژنې او درېو د ژبلېدو تاييد کړی دی.

د تربت د پوليسو ايس ايچ او عبدالحکيم وي او اې ډيوه ته وويل، د تربت ښار په مير چاکر سړک کمشنر هاوس ته څېرمه د ځواکونو په قافله د سړک دپاسه برید شوی دی.

" د امنيتي ځواکونو موټران له يوې چاپې يا عملياتو نه بېرته را روان وو، په دې قافله کې پوليس، اېف سي او ليويز ټول ځواکونه وو، زمونږ په قافله بريد وشو، يو عسکر مړ او درې ټپيان دي".

د اېس ايچ او په خبره د پېښې ټپيان نزدې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

وايي په ټپيانو کې يوه ښځينه پوليس عسکره هم ټپي ده چې حالت يې په خطر کې دی.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو د پېښې غندنه کړې ده، هغه ويلي، "ترهګر غواړي د بلوچستان د ترقۍ مخه ونيسي او امنيتي ځواکونه په نخښه کړي، خو د ترقۍ عمل به دوامداره وي".

د پوليس چاروکو په وينا،" امنيتي او لوړ پوړي چارواکي د پېښې په ځای موجود دي او د پېښې شواهد را ټولوي، مونږ تحقيقات کوو".

د بريد زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې.

تربت بلوڅ مېشته حساسه او نا امنه سيمه بلل کيږي، دا د جنوبي بلوچستان د ضلع کېچ مرکزي ښار دی. په دې سیمه او دې ته څېرمه نورو علاقو کې زياتره وخت د پاکستان پر ځواکونو او سرکاري ودانيو بريدونه کيږي.

د دې بريدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکې بېلابيلې وسله والې ډلې مني.

د روان کال فرورۍ په میاشت کې د بلوچستان سي ټي ډي پولیسو دعوه کړې وه په 17مه فرورۍ يې د کوټې په سيټلايټ ټاون سیمه کې د ماهل بلوڅ په نوم ځانمرګې بريدګره نيولې او له هغې څخه يې چاودېدونکی جېکټ تر لاسه کړی وو.

سي ټي ډي د ماهل بلوڅ تعلق له بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل ايف سره ښودلی وو.

خو تېره مياشت د بلوچستان هايکورټ د ماهل بلوڅ ضمانت منظور کړی وو.

تېر کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور پکې وژل شوي وو.

د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

څنګه چې تودخه ډېريږي خلک د يخ سوات لوري ته مخه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00