شاته

پاکستان د پولې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د امریکا او هند غوښتنه رد کړه

اسلام اباد د امریکا او هند هغه ګډه غوښتنه چې پاکستان دي د پولې هاخوا د ترهګرۍ د عاملینو پر ضد اقدام وکړي، رد کړې او هغه یې "غیر موجه، یو اړخیز او تیرایستوونکی" وباله.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هند صدراعظم نرندرا مودي د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) پاکستان ته خبرداری ورکړ چې دغه هېواد باید د هغو سخت دریځو پر وړاندې ودرېږي چې هند په نښه کوي.

په یوه ګډه اعلامیه کې دواړو مشرانو له اسلام اباد څخه د سخت دریځو ډلو لکه لشکر طیبه او په پاکستان کې میشت د جیش محمد پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه.


ددې اعلامیې له مخې، بایډن او مودي "د پولې هاخوا ترهګري" او "د نیابتي ترهګرو څخه ګټه اخیستل" وغندل او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې سمدستي اقدام وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی تر واک لاندې خاوره د ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارول کیږي.

بایډن او مودي پر پاکستان هم غږ وکړ چې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ د خونړیو بریدونو په ګډون، د بریدونو عاملینو ته سزا ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا څرګندونې "سیاسي انګیزه" لري او هغه یې "له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له متحدو ایالتونو سره د پاکستان نږدې همکارۍ ته په پام سره" د حیرانتیا وړ بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي: "دا اعلامیه [د متحدو ایالتونو او هند] ښیي، د ترهګرۍ د ماتولو لپاره د همکارۍ روحیه چې خورا اړینه ده د جیو پولیټیکي ملحوظاتو قرباني شوې."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هند د "ترهګرۍ ملاتړی دولت" بللی چې "معمولاً د ترهګرۍ له پلمې استفاده کوي" چې د بشري حقونو د سرغړونو څخه پام بل لور ته واړوي.


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف، امریکا په پاکستان کې د ترهګرۍ مسووله بللې او ویلي یې دي چې، په افغانستان کې د امریکا څخه په ملاتړ یې په خپل هیواد کې ترهګرۍ ته بلنه ورکړې ده.

اصف وویل: "پاکستان په تېرو ۴۰، ۴۵ کلونو کې [په افغانستان کې] په دوو جګړو کې د امریکا ملاتړ کړی دی. په دواړو [جګړو] کې پاکستان د هغه جګړې په لومړۍ کرښه کې و چې مونږ پورې یې اړه نه درلوده. په پایله کې مونږ ترهګرۍ خپل کور ته راوست.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وویل، د نړۍ قدرتونه د ترهګرۍ مسلې ته ځکه پام نه کوي، چې په اوکراین کې د روسیې جګړې د دوی حواس پریشانه کړي دي.

هغه وویل: "د هغوی اصلي تمرکز جیوپولیټیک دی او نورې ټولې ستونزې فرعي دي. موږ باور لرو چې ترهګري هغه مسله ده چې نباید د لویو قدرتونو لخوا بابیزه وګڼل شي. دوی باید دا د جیوپولیټیک قرباني نه کړي."

خو د پاکستان پخواني صدراعظم، عمران خان د امریکا او هند د دې ګډې اعلامیې پړه د پاکستان د اوسني حکومت پر اوږو واچوله.

هغه د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "دا [د پاکستان] د اوسني حکومت ناکامه بهرنۍ پالیسي ده چې د هند او امریکا په ګډه اعلامیه کې پاکستان د ترهګرۍ د هڅوونکي هیواد په توګه نومول شوی دی."

د فرانس پرس اژانس په وینا، د امریکا متحده ایالتونه په تاریخي توګه د پاکستان نږدې ملګری پاتې شوی، خو د افغان طالبانو او د پاکستان د پوځ او استخباراتو ترمنځ د اړیکو په خاطر د واشنګټن د صبر کاسه ډکه شوې ده.

له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د بایډن ادارې پاکستان له ځانه لرې ساتلی او برعکس له هند سره یې اړیکې ګرمې کړې دي.

د هند تر څنګ د افغانستان پخواني حکومت هم تل پاکستان د طالبانو په ګډون ترهګرو ډلو ته پناه ورکولو، تمویل او تجهیز کولو تورن کړی، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.