شاته

پریکوژین ته د پوتین خبرداری: وسله وال بغاوت خیانت دی او سخت به وځپل شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ دریمه) د واګنر ډلې مشر ته خبرداری ورکړ چې وسله وال بغاوت خیانت دی او هر هغه څوک چې د روسیې پر ضد وسله پورته کړي سزا به ورکړل شي.

ولسمشر پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې ژمنه وکړه چې د روسیې په سویل روستوف - آن - ډون سیمې د ثبات لپاره به پرېکنده ګامونه پورته کړي؛ چیرې چې د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوژین ویلي چې ځواکونو یې د ټولو پوځي تاسیساتو کنټرول ترلاسه کړی دی.

ښاغلي پوتین د خپلې ټلویزیوني وینا په ترڅ کې د پریګوژین د څرګندونو او کړنو په غبرګون کې وویل: «دا د روسیې او زموږ د خلکو لپاره یو ګوزار دی او د دغه ډول ګواښ پر وړاندې د وطن د دفاع لپاره زموږ اقدامات به جدي وي. ټول هغه کسان چې په قصدي ډول یې د خیانت په لار ګام پورته کړی، وسله وال پاڅون یې کړی، توره او تروریستي لاره یې خپله کړې، دوی ته به په قاطع توګه سزا ورکړل شي، هم د قانون او هم زمونږ خلکو ته به حساب ورکوونکي وي.

ولادیمیر پوتین همداشان ویلي، چې دا مهال د روسیې د بقا جگړه روانه ده او په وینا یې هر ډول کورنۍ ناکراري‌ د روسیې حکومت او ملت لپاره یو ډیر ستر ګواښ دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي پوتین ویلي: "ډیرې جاه طلبۍ او شخصي ګټې د خیانت سبب شوې". هغه د واګنر د ډلې بغاوت " له شا څخه د چړې ګذار " وباله.

ښاغلي پوتین وویل: "دا د روسیې او زمونږ پر خلکو یو ګذار دی او ددغسې ګواښونو پر وړاندې د پلارنې وطن څخه د دفاع لپاره به زمونږ اقدامات ډیر سخت اوسي".

د روسیې جمهور رئیس وویل، ټولو هغو کسانو چې په عمدي ډول یې د خیانت لاره نیولی او پوځي بغاوت یې چمتو کړی، هغوی، چې د باج اخیستلو او تروریستي میتودونو ته یې مخه کړې هغوی به د مجازاتو سره مخ شي او هم به زمونږ قوانینو او هم خلکو ته ځواب ووايي.

اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو اجیرو سرتیرو مشر یوګني پریګوژین ویلي چې په سیمه ایز وخت سهار وختي یې ځواکونه د اوکراین څخه روسیې ته اوښتي او د روسیې سرحدي ځواکونو یې په مقابل کې هیڅ ډول مقاومت ندی کړی.

هغه ویلي وسله وال یې چمتو دي چې د روسیې د پوځ پر ضد "تر وروستي حده ولاړ شي او که څوک یې مخه نیسي، تبا به یې کړي".

د واګنر دلې مشر په تازه پیغام کې ویلي چې ټول ۲۵ زره قوي ځواکونه یې مرګ ته چمتو دي. هغه ویلي، "مونږ ټول مرګ ته چمتو یو. ټول ۲۵ زره او بیا ۲۵ زره نور. مونږ د روسیې د ولس لپاره مرو".

یوګني پریګوژین د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویکو باندې تور لګولی چې په اوکراین یې ځکه یرغل وکړ چې دی پخپله مارشال شي، یا ورته د روسیې د اتل مډال ورکړل شي.

هغه ویلي، چې ۲۵۰۰۰ وسله وال لري چې کولی شي عدالت پلی کړي.

د واګنر وسله والې ډلې تیره میاشت د اوکراین د بخموت ښار ونیو او د میاشتو میاشتو راهیسې هغه د روسیې دفاع وزیر او لوی درستیز باندې تور لګوي، چې دده تر قوماندې لاندې ځواکونو ته یې مهمات نه دي برابر کړي.

ښاغلي پریګوژین په یوې ویډیو کې چې په ټیلګرام کې خپره شوې ویلي چې د روسیې د دفاع وزارت کوښښ کوي ټولنه او جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیر باسي او په درواغو یې یوه قصه جوړه کړې چې ګنې اوکراین د ټولې ناټو سره یو ځای په روسیې د یرغل کولو پلان درلود.

روسي سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د واګنر ډلې د مسکو په جنوبي ۵۰۰ کیلو مټرۍ کې د ورونیژ ښار نیولی دی.

روسیې دولتي خبري اژانس تاس د یوې امنیتي سرچینې په حوالې په سیمه ایز وخت شنبه جون ۲۴ ویلي چې په ټولو مهمو حکومتي تاسیساتو کې د امنیتي ځواکونو او امکاناتو شمیر ډیر شوی.

په مطبوعاتو کې ښودل کیږي چې په ټول پایتخت او د دفاع وزارت په شاوخوا کې د مرمیو ضد موټر ځای پر ځای شوي.


په عین حال کې د روسیې د اسختباراتي ادارې (FSB) د واګنر ډلې مشر تورن کړی چې کورنۍ جکړې ته شرایط برابروي او د دې دلې د غړیو څخه یې د هغه د نیول کیدو غوښتنه کړې.

سره لدې چې یوګني پریګوژین ادعا کړې چې د روسي ځواکونو د دفاع وزیر په امر په اوکراین کې د واګنر ملیشو په مرکزونو هوایي بمباري کړې او دوه زره غړي یې وژلي دي خو روسي چارواکي دا ادعا بې بنسټه بولي.