شاته

هند کې د سختې ګرمۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۱۷۰ ته ورسید

د هند په شمال کې د وګړو د شمیر له کبله تر ټولو سترو ایالتونو کې سختې ګرمۍ څه باندې ۱۷۰ تنه مړه کړي.

چارواکو سه شنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) ویلي چې د ګرمۍ له کبله په روغتونو کې د ناروغانو لپاره کافي ځای نشته، د روغتونونو مرده خانې ډکې شوي او په ځینو ځایونو کې د برښنا چارې هم ګډوډې شوي.

چارواکي وایي په ځینو روغتونونو کې مامورین د ناروغانو لپاره د کتابونو څخه د پکي په توګه کار اخلي.

د اتراپرادیش په ایالت د سه شنبې تر ورځې د ګرمۍ څخه پیدا شویو ناروغیو له کبله لږ تر لږه ۱۱۹ تنه مړه شوي او په ګاونډي ایالت بیهار کې بیا ۴۷ تنه مړه شويدي.

روغتیایي چارواکو او سیمه ایزو مطبوعاتو دا مرګ ژوبله تائید کړې.

پدې ایالتونو کې ځینو کسانو ویلي ګرمۍ دومره شدیده ده چې تر لمر خاته وروسته خلک له ویرې له خپلو کورونو بهر نه اوځي.

د اتراپرادیش ایالت د بالیا په ولسوالۍ کې تر ټولو د ستر رووغتون مسؤلینو ویلي چې پدې روغتون کې د ناروغانو لپاره نور ځای نشته او د مړیو ساتلو په سړې خونې کې ۵۴ تنه ځای پر ځای شوي او د نورو کسانو لپاره ځای نشته.

ډیری مړه شوي د پاخه عمر لرونکي و. د روغتون مسؤلنیو د خلکو څخه غوښتي چې خپل مړي کورونو ته یوسي.

د دې ایالت د عامې روغتیا وزیر براجیش پاټهک د یکشنبې په ورځ وویل دوه ډلې یې ګمارلي چې معلومه کړي ولې دومره ډیر کسان په روغتونونو کې مړه شوي او غواړي دا هم معلومه کړي چې څومره کسان د ګرمۍ اړوند ناروغیو له کبله مړه شوي.

سره لدې چې د هند په شمال کې د اوړي پدې موسم کې ګرمي ډیره وي خو پدې تیرو څو اوونیو کې د تودوخي درجه د عادي څخه پورته ده.

د هند د هوا پیژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د تودوخې لوړه درجه ۴۳.۵ درجو ته رسیدلې چې د فاهرنهیټ په حساب ۱۱۰ درجې کیږي.

دې ادارې ویلي چې د څو ورځو راپدیخوا یې خلکو ته د شدیدې ګرمۍ له کبله خبرداري ورکړي.

پدې ایالتونو کې خلک پداسې حال کې د ګرمۍ له کبله په کړاو کې دي چې برښنا هم ډیری وخت نه وي چې له کبله یې خلک د څښاک پاکې اوبه هم نلري.

د اتراپرادیش ایالت اعلی وزیر یوګي ادیتیانات ویلي چې حکومت یې خلکو ته د ځنډ پرته د برښنا رسولو لپاره کوښښ کوي او د عامو خلکو یې هم غوښتي چې د برښنا څخه په سمه توګه ګټه واخلي تر څو ټول خلک وکړی شي مناسبه برښنا ولري.