شاته

پاکستان کې د طالبانو سفیر: پولیس په مختلفو بهانو افغانان نیسي او ځوروي

پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام ویلي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغانان له یو لړ جدي ستونزو سره مخ شوي او پولیس یې په مختلفو بهانو نیسي او ځوروي یې.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ (جوزا ۳۱) د خپل ټویټر په پاڼه د سردار احمد شکیب یوه ویډیوي وینا خپره کړې، چې په کې هغه ویلي، چې د طالبانو حکومت د مهاجرینو مسلې ته د یوې سترې ملي ستونزې په سترګه ګوري.

ښاغلي شکیب ویلي: "غواړم د پاکستان له حکومت او خلکو څخه هم مننه وکړم چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې په ورین تندي د افغان مهاجرینو میلمه پالنه وکړه. مګر له بده مرغه باید یادونه وکړم چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغانان له یو لړ جدي ستونزو سره مخ شوي او پولیس یې په مختلفو بهانو نیسي او ځوروي یې".

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر په دغه ویديوي پیغام کې د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د پولیسو له خوا د افغانانو د نیولو او ځورولو مخه ونیسي. همداشان هغه د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ "یو این ایچ سي ار" څخه هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

سردار محمد شکیب ویلي، تر دا مهاله، شاخوا ۴۰۰۰ افغان بندیان د سفارت او جنرل قونسلګریو په هڅو د پاکستان له زندانونو څخه خوشي او هېواد ته استول شوي دي.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر په دغه هیواد کې د افغان مهاجرینو د ستونزو او د پولیسو له خوا د نیولو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د سه شنبې په ورځ جون۲۰ (جوزا ۳۰) د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه په پاکستان کې د پولیسو له خوا د افغان مهاجرینو د نیولو او ځورولو خبر ورکړی او ددغه هیواد له چارواکو یې د افغانانو د نیولو او ځورولو د اقداماتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته زیات شمیر افغانان پاکستان ته کډه شوي، چې په دغه هیواد کې د خپلسر نیولو او له هیواد څخه شړلو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د افغان کډوالو د نوم لیکنې په بهیر کې د پام وړ ځنډ له امله اکثره افغانان په پاکستان کې د کډوالو د پیژندګلوۍ کارتونه نلري او هغو افغانانو، چې دغه هیواد ته یې په عادي ویزو سفر کړی، اوس یې د اوسېدو موده پوره شوې ده.

د پاکستان حکومت تر اوسه د بخښنې نړیوال سازمان اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه لڼده اعلامیه کې چې ددغه وزارت د ټویټر په پاڼه خپره شوې ویلي، چې دا هیواد پنځه لسیزو راهیسې د څلور میلیونو افغانانو په ګډون د کډوالو کوربه دی. پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په عزت سره خپل وطن ته د ستنیدلو پورې به د کډوالو کوربتوت ته دوام ورکړي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ د یوې ادارې مشرې آصفه ستانکزۍ امریکا غږ ته وویل، چې په افغانستان کې ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې د نظام د بدلون وروسته په سلګونو زره افغانان له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

میرمن ستانکزۍ وویل: "ددغو مهاجرتونو په عواملو کې اقتصادي، فرهنګي، امنیتي او سیاسي عوامل ډیر شامل دي. همداشان پر ښځو باندې لګیدلي بندیزونه ددغو مهاجرتونو یو بل عامل دی. په عمومي ډول افغانستان کې ځوانان فعلآ د خفګان سره مخ دي راتلوونکي ته هیڅ امید نلري، ځکه، چې لوږه، بیکاري او انفلاسیون ډیرې لوړې کچې ته رسیدلی دی".

میرمن ستانکزۍ وویل، چې اکثره افغانان چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته تللي هدف یې په دغو هیوادونو کې اوسیدل نه دې بلکې غواړي، چې له غو هیوادونو څخه اروپايي، امریکا او کاناډا ته ځانونه ورسوي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ "یو این اچ سي ار" د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالو په قانوني اسنادو په دغه هیواد کې ژوند کوي.

د رپوټونو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ وروسته شاوخوا درې سوه زره افغانان پاکستان ته کډه شوې دي.