شاته

پاکستان کې د امریکا سفیر له ګومل زام ډېم څخه چې امریکا پرې ۱۳۰ میلیونه ډالره لګولي لیدنه کړې

په پاکستان کې د امريکا سفير ډونلډ بلوم د نهې یا سې شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان کې له گومل زام ډېم څخه د لیدنې پر وخت ویلي، چې امریکا په دغه ډېم باندې ۱۳۰ میلیونه ډالره لګولي دي.

د امریکا سفیر ویلي، دغه پيسې د ګومل زام ډيم پروژې په مختلفو څانګو کې لکه د اوبو ذخيره کولو، د نهري (لښتي) انفراسټرکچر او ځايي خلکو ته د نيغ په نيغه د اوبو لګولو اسانتیا د برابرولو په ګډون په بیلا بیلو څانګو کې لګولي او په دې برخه کې د پاکستان د حکومت په ملاتړ افتخار کوي.

د امریکا په مالي مرسته جوړ شوی ګومل زام بند د قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په شین کچ سیمه کې موقیعت لري چې 17.4 میګا واټه بریښنا له پیدا کولو سره په زرګونو جریبه د کر کېلې ځمکو ته اوبه ورکوي.

د ګومل زام ډېم تازه انځور چې په پېښور کې د امریکا د کونسلګرۍ لخوا له ډیوې سره شریک شوی.
د ګومل زام ډېم تازه انځور چې په پېښور کې د امریکا د کونسلګرۍ لخوا له ډیوې سره شریک شوی.

په پېښور کې د امریکا له کونسلګرۍ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي، یوازې د دې پروژې په بشپړیدو سره د کرنې پیدوار دوه چنده زیات شوی چې په بې وزله سیمه کې د ځايي زمیندارانو لپاره یو لک 91 زره جریبه د کرکېلې ځمکې ته اوبه ورکوي.

د دې ترڅنګ د ګومل زام بند د نیزدې 30 زره کورنیو د ممکنه سېلابونو څخه د ژغورنې وسیله ګرځېدلی ده او د پاکستان د اوبو په ملي ذخیرو کې هم د حیرانتیا وړ زیاتوالی راغلی او دغه راز ورسره 20 زرو نه زیاتو کورونو ته برېښنا ورکړل شوې ده.

له ډونالډ بلوم سره په دې موقع د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل رټائرډ سجاد غني او د خېبرپښتونخوا د زراعت سېكتر محمد جاوېد مروت هم ملګري وو.

په بیان کې ویل شوي د امریکا او پاکستان د زرغون اتحاد د عمل پلان لاندې، دواړه هیوادونه د اوبو په منظم توګه د رسولو، د سوچه انرجي شتون او د موسمي بدلون سره سم برابر د کرکېلې نوښتونو د یقیني کولو لپاره کار کوي.

ګومل زام بند په پاکستان کې د تربيلا او منگلا ډيمونو نه وروسته د امريکا په مرسته د پاکستان د اوبو زخیره کولو دریمه لويه پروژه ده چې د پاکستان د موسمي بدلون په ستراتيژۍ او په ټوليزه توګه د خوراکي توکو په امنيت کې مهم رول لري.

همدارنګه د پاکستان وفاقي حکومت او د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت هم د دې پروژې په لګښت کې برابره ونډه اخیستې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00