شاته

پاکستان د خپلې اقتصادي بحالۍ منصوبه اعلان کړه، چارواکي دعوه لري چې منصوبه د سي پیک نه هم ستره ده

دپاکستان حکومت دملک دمعاشي بحالۍ قامي منصوبه تیاره کړې ده چې دهغې له مخې به هیواد کې بهرنۍ سرمایه ګزارۍ ته وده ورکولی شي اؤ دې لړ کې دپرتو خنډانو دلرې کولو لپاره ځانګړی دسرمایه کارۍ داسانتیاؤ کونسل جوړ کړل شوی دی.

حکومت دعوه کړې ده چې دا منصوبه کله په کال2035م کې سرته ورسیږي نو پاکستان به دیو ټریلین ډالرو اقتصاد جوړ شي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ دپاکستان حکومت دلوړې کچې په یوه غونډه کې دملک دمعاشي بحالۍ هر اړخیزه تګلاره وړاندې کړې ده چې نوم یې ورته" اکنامکس ریوائیول پلان " ورکړی اؤ وایي ددې تګلارې مقصد پاکستان ته دپېښو موجوده اقتصادي ستونزو اؤ ناورینونو نه نجات ورکول اؤ بهرنۍ سرمایه کارۍ ته لاره هوارول دي.

دسرمایه کارۍ داسانتیاؤ دکونسل وړومبۍ غونډه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دګل په ورځ د وزیراعظم په ماڼۍ کې ترسره شوې ده چې په دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر،دصوبو اعلا وزیرانو،مرکزي اؤ صوبایي وزیرانو اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده.

ددغه غونډې په پائ کې دحکومت له لوري په جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دپاکستان دمعاشي بحالۍ دقامي پلان مقصد ملک دموجوده اقتصادي ستونزو اؤ بحرانونو نه ویستل اؤ ملک ته بهرنۍ سرمایه کاري راماتول دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دپلان له مخې به د زراعت یا کرکیلې،لایوسټاک،معدنیاتو،کان کیندنې،ایي ټي اؤ توانایۍ په څېر څانګو نه استفاده کولی.

دمنصوبې په اساس دسرمایه کارۍ اؤ کاروباري فعالیتونو مخې ته پراته ټول خنډان به له مینځه وړلی شي اؤ کونسل به د مرستو دیوازینۍ دروازې کردار ادا کوي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دمرکزي اؤ‌صوبایي حکومتونو ترمنځ به دشراکت عمل پیدا کولی شي .

غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې دهغه حکومت ته دتباهۍ په غاړه ولاړ اقتصاد په وراثت کې ترلاسه شوی ؤ خو اوس دهغه حکومت د زړورو اؤ سختو فیصلو له لارې معیشت دبحرانونو څخه راوباسي اؤ دترقۍ لیکې ته یې سموي.

هغه ویلي چې اوس هم دمعاشي بحالۍ مخې ته زیات چیلنجونه شته خو دبرامداتو سیوا کوونکې غیرملکي سرمایه کاري په معاشي بحالۍ کې یو مهم رول لري.

وزیراعظم ویلي د وفاق اؤ صوبو په اشتراکي عمل سره به دمنصوبو دمنظورۍ عمل چټک کولی شي اؤ سرمایه کارانو ته به اولیت ورکول کیږي.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دغه غونډې ته د وینا په مهال دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر حکومت ته دپوځ له لوري دمعاشي بحالۍ دپلان دبشپړ ملاتړ باور ورکړی دی.

جنرال عاصم منیر ویلي پوځ دمعاشي بحالۍ په اړه په حکومتي پلان دعملدرامد دهڅو کوټلی ملاتړ کوي اؤ ګڼي چې دا به دپاکستان دټولنیزې اؤ معاشي خوشحالۍ اؤ په نړۍ کې دخپل جایز مقام دبیا ترلاسه کیدو اساس جوړ شي.

دپاکستان ایکسپریس رسنۍ پخپل رپورټ‌ کې دحکومت له خولې دعوه کړې ده چې داقتصادي بحالۍ دا منصوبه به دپاکستان اؤ چین داقتصادي راهدارۍ دمنصوبې نه هم ستره ثابت کیږي اؤ په دې کې به دوست هیوادونه ددفاعي پیداوار،کرکیلې،لایوسټاک،معدنیاتو، کان کیندنې ،ایي ټي اؤ توانایۍ په څېر مهمو څانګو کې سرمایه کارۍ ته راضي کولی شي.

رپورټونه وایي ددې منصوبو په انتظامي چارو اؤ همغږۍ کې به دپاکستان پوځ مهم کردار ادا کوي اؤ دا دعوه هم شوې ده چې دیادې منصوبې په اساس به راتلونکو څلورو نه تر پينځوؤ کلونو 20 لکو کسانو ته نیغ په نیغه اؤ 1 کروړ کسانو ته بلا واسطه د روزګار موقعې په لاس ورشي.

هم داشان ویل شوي چې دې منصوبې نه به راتلونکو څلور،پینځوؤ کلونو کې د70 بلینه ډالرو برامدات وشي اؤ پاکستان دننه به بهرنۍ سرمایه کارۍ کې د100 اربو ډالرو اضافه هم وشي.

پاکستاني رسنیو دحکومتي چارواکو له خولې دعوه کړې ده چې که دا منصوبه سرته ورسیږي نو کال 2035 پورې به پاکستان د یو ټریلین ډالرو معیشت جوړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00