شاته

شمالي وزیرستان:د ډپټي کمشنر په کور او ګورنر کاټیج د راکټو بریدونه شوي، یو تن ژوبل

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ډپټي کمشنر په کور د راکټونو برید شوی چې پخپله ډپټي کمشنر دغه برید کې خوندي پاتې شوی خو د هغه ډرایور پکې ژوبل شوی دی .

د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د ډپټي کمشنر په کور دا برید پرون دګل په ورځ شوي دي.

پولیس سرچینې وایي چې دنامعلوم لوري نه داغل شوی یو راکټ د دپټي کمشنر انکسي(ګورنر کاټیج) سره نزدې لګیدلې ده اؤ بلل راکټ د ډي سي په کور لګیدلې .

سرچینې وایي د ډي سي په کور د راکټ لګیدو له امله یوه درنه چاودنه شوې ده اؤ ددغه کور برنډې ته ورسره سخت زیان رسیدلی دی.

پولیس سرچینې وایي کله چې د ډي په کور راکټ ولګیدو نو هغه مهال ډپټي کمشنر ریحان ګل خټک پخپل دفتر کې موجود ؤ اؤ هغه ته په دغه برید کې څه رقم زیان نه دی اوښتی.

دشمالي وزیرستان د ډپټي کمشنر دفتر دهغه د کور سره پیوست دی اؤ په لږه فاصله کې ورسره بیا ګورنر کاټیج دی چې عموماً لوړ پوړي سرکاري میلمانه په دغه ودانۍ کې پاتې کیږي اؤ د ګورنر کاټیج په چمن کې هم یو راکټ لګیدلی دی خو څه زیان یې نه دی اړولی.

په سوشل میډيا هم د ډپټي کمشنر د کور عکسونه خپاره شوي چې پکې لیدل کیږي د کور برنډه په راکټ دلګیدو له امله سورۍ شوې ده .

سرچینې وایي په دغه پېښه کې د ډپټي کمشنر ډرایور هم ژوبل شوی چې دعلاج لپاره دسیمې روغتون ته رسول شوی دی.

وي او ای ډیوه دپېښې دجذیاتو معلومولو لپاره د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر سره په ټيلي فون دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې .

تر دې پېښې یوه ورځ‌ وړاندې دشمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې په پوځ بمي برید شوی ؤ چې دپوځ په وینا دوه عسکر پکې وژل شوي وؤ.

همدغه شان په 12م جون هم دشمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې دسړک دغاړې دیو ماین په چاودنه کې دامنیتي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تر هغې وړاندې د جون په 10مه شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو. په ځوابي عملیاتو کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه.

په پینځم جون شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه بله نښته کې دوه پوځیان وژل شوي وؤ اؤ پوځ د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان په غاړه اخستي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00