شاته

هاندوراس کې د میرمنو په زندان کې جګړو کې ۴۱ تنه وژل شوي

په هاندوراس کې پولیس وایي د دې هیواد پایتخت تګو سیګاپالا څخه ۱۵ کیلو مټره لیرې شمال لور ته د میرمنو په یو زندان کې د جنایي ډلو تر منځ په شخړو کې لږ تر لږه ۴۱ تنه وژل شويدي.

د پولیسو یو ویاند ایدګاردو باراهونا سه شنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) ویلي چې په پیښه کې ټولې وژل شوې میرمنې دي خو دا یې ونه ویلي چې آیا هغوي بندیانې وې که نه.

یوې مدافع وکیلي چې په همدې زندان کې د بندي میرمنو د کورنیو استازیتوب کوي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې یوه جنایي ډله د خپلې سیالې ډلې د زندان برخې ته ورغلې او اور یې ورته اچولې.

سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې په اور کې د زندان دا برخه په بشپړه توګه له منځه تللې.
پدې زندان کې تقریباً ۹ سوه کسان بندیان دي.

د امنیت په چارو کې د حکومت د وزارت مرستیالې په ټویټر کې د هغو کسانو په خلاف د جدي اقدام هوډ کړی چې پدې تشدد کې لاس درلود او په زندان کې یې اضطراري حالت اعلان کړی. وزارت همدارنګه پوځ، پولیسو او اطفائیې ته امر کړی چې په سمدستي توګه زندان ته ولاړ شي او حالت آرام کړي.

په هاندوراس کې جنایي ډلې او اداري فساد دوه هغه مهمې ستونزې دي چې آن د حکومت د جګپوړو څوکیو پورې رسیدلي دي.

په ګاونډیو هیوادونو ګواتیمالا او السلوادور کې هم جنایي ډلې شته دي چې د مخدره موادو کاروبار یې په لاس کې دی.

د مرکزي امریکا دغه درې هیوادونه چې د "مرګ مثلث" په نامه یادیږي، د مراس په نامه جنایي ډلې پکې ډیر فعالیت لري چې د منظمو جنایي جرمونو تر څنګ د مخدره موادو قاچاق هم کوي.

په هاندوراس کې ډیری قتلونه د مخدره موادو قاچاقبران او جنایي ډلې کوي. د دې هیواد ډیر شمیر اتباع چې د ژوند څخه ناهیلي شوي متحده ایالاتو ته یې د ښه ژوند پیدا کولو لپاره په خطرناکو لارو سفرونه کړي.