شاته

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري مرستو غوښتل شویو پیسو اندازه کمه کړې

پداسې حال کې چې د طالبانو سره میرمنو د کار کولو، تعلیم او نورو اړوندو موضوعاتو پر سر د نړۍ جنجال لا ندی حل شوی او د دې هیواد سره نړیوالې مرستې هم کمې یا بندې شويدي، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري مرستو غوښتنه څه باندې ۱ ملیارد ډالر کمه کړې.

د ملګرو ملتونو دا اقدام خیریه مؤسسې مجبوروي چې میلونونو افغانانو ته چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، دا ډول مرستې ورکول بند کړي.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو ځواب ویلو پلان (HRP) پیل کړي او د بسپنه ورکوونکو هیوادونو او ادارو څخه یې د ۴.۶ ملیارد ډالرو غوښتنه وکړله چې له مخې به یې د ۲۳ ملیون افغانانو سره چې ډیر د خطر سره مخ دي، مرسته وشي.

خو دا غوښتنه دوه میاشتې د دې لپاره وځنډول شوه چې طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو کار کول بند کړل.

ملګرو ملتونو د افغانستان سره د بشري مرستو د پلان ارزونې چې نږدې یو کال یې ونیوه، تیره اوونۍ اعلان وکړ چې غواړي د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون څخه د ډسمبر تر میاشتې پورې د شل ملیون افغانانو سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته وکړي او ۲.۲۶ ملیارد ډالرو تازه مرستو ته اړتیا لري.

د نوې غوښتنې له مخې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۳.۲ ملیارد ډالر غوښتي چې ۹۴۲ ملیون هغه ډالر هم پکې شامل دي چې د تیر کال څخه پاتې دي چې وار د مخه د ۱۷.۳ ملیون افغانانو سره د مرستې لپاره د روان کال د جنوري څخه تر مې میاشتې پورې لګول شوي.

د ACBAR مؤسسې مشر رچاډ هافمن چې په افغانستان کې د غیر حکومتي سازمانونو چارې همغږې کوي امریکا غږ ته وویل چې د غوښتل شویو مرستو ډیرې لږې برخې ته مثبت ځواب ویل شوی او له همدې کبله ددې پروګرام لپاره د پیسو اندازه کمه شوې.

د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د پلان لپاره بسپنه ورکوونکو د همدې روانې جون میاشتې تر ۲۰ مې ۴۶۷.۵ ملیون ډالر ورکړي او یا یې د ورکولو ژمنه کړې چې د غوښتل شویو پیسو ۱۵ سلنې څخه هم کمه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا هم د مارچ په میاشت کې خبرداری ورکړی و که طالبان افغان میرمنې کار کولو ته پرې نږدي، د افغانستان لپاره به مرستې ښایي کمې شي.

ګڼ شمیر غربي هیوادونو هم وړاندې تر دې چې طالبان د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار کولو بندیز ولګوي د دې هیواد سره یې څه باندې ۲۲ ملیارده ډالر بشري مرستې کړې وې، داسې ښکاري چې اوس یې خپلې مرستې بندې کړي.

متحده ایالاتو تیر کال د بشري مرستو لپاره ۱.۲ ملیارد ډالر ورکړي وي خو سږ کال د روانې جون میاشتې پورې یې یوازې ۷۴ ملیون ډالر بشري مرستو ته ورکړي.

د متحده ایالاتو په شان برتانیې هم چې تیر کال یې ۵۲۲ ملیون ډالر بشري مرستو ته ورکړي و، خو د روان میلادي کال د پیل څخه تر اوسه یې یوازې ۳۰ ملیونه ډالر دې مرستو ته ورکړي. د جرمني مرستې بیا د ۴۴۴ ملیون څخه ۳۴ ملیونو ته راټیټې شوي.

لویدیځ هیوادونه طالبان پدې ملامتوي چې د میرمنو ضد پالیسو او لاس وهنې سره د بشري مرستو د فعالیتونو په مخکې خنډونه پیدا کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي او پوهنځي وتړل او په کار او نورو مشارکتونو باندې یې هم بندیزونه ولګول. یوازې په ځینو صحي او تعلیمي برخو کې ښځو ته د کار اجازه شته

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو حکومت یې تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.