شاته

واشنګټن وايي د هندوستان د وزیراعظم به تود هرکلی کوي

ټاکل شوې چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي د جون په ۲۲ مه واشنګټن ته سفر وکړي چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړي کول دي. د چین مخ په زیاتیدونکي توان او واک په اړه د دواړو هېوادونو اندیښنې د دې سبب ګرځي چې خپل منځي اړیګو ته وده ورکړي.

څو ورځې وړاندې له دې چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په رسمي سفر امریکا ته لاړ شي، د هند د بهرنیو چارو وزیر سبراهمنیم جې شنکر وویل چې‌ دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړولو لپاره هلې ځلې کړي.

"تاسو کولی شئ د ټیکنالوژۍ په برخه کې اړیکې وګورئ، تاسو کولی شئ د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې وګورئ، تاسو کولی شئ سیاسي یووالی وګورئ، او تاسو کولی شئ ستراتیژیکې ګټې وګورئ. نو، زه فکر کوم چې د قوي او پیاوړي هند او امریکا اړیکو لپاره دا یو ډیر په زړه پورې قضیه ده."

ترټولو زړه راښکوونکې قضیه د چین وده ده. مودي امریکا ته په داسې حال سفر کوي چې له درې کلن پوځي کړکیچ وروسته له بیجینګ سره د هند خړې پړې اړیکې نوي ډیلي دې ته وهڅول چې له واشنګټن سره له نږدې کار وکړي ځکه چې دوی هڅه کوي د بیجینګ د متقابل توازن مخه ونیسي.

د یوې هندي څېړنیزې ادارې (ابزرور ریسرچ فونډیشن) څېړونکی هارش پانټ وايي چې "د هند - آرام سمندر یا ایندو پېسیفېک کې سټراتیژیک منظره په ډراماتیک ډول بدله شوې، او په واشنګټن او نوي ډیلي کې د وضعیت د ثبات لپاره د دې اړتیا لیدل چې دوی خورا نږدې کار وکړي. دا سټراټیژیکي لاره روښانه کول پدې معنی ده چې امریکا او هند د یو بل سره اړیکې پیاوړې کړي."

تمه کیږي چې د مودي د سفر په دوران کې هند ته پرمختللې دفاعي ټیکنالوژۍ، وسلو ته لاسرسی ورکول، او د وسلو تولید یو له مهمو ګامونو څخه وي.

تمه ده چې مودي به د امریکا د هڅو په جریان کې د چین څخه هاخوا د سیمیک کنډکټرونو په څیر مهم برخو کې د اکمالاتو لړۍ تنوع کولو لپاره د لوړ پوړو سوداګریزو مشرانو سره وګوري. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوېن د هند د سوداګرۍ فورم ته وویل چې د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره هڅه کوي.

هغه زیاته کړه چې: "په دې لیدنه کې یو شمیر تولیدات برابرول، یوازې په یوې پاڼې لیکل شوي مهم ټکي ندي، بلکې دا په بنسټیز ډول د دې لپاره ډیزاین شوي ترڅو د دفاعي سوداګرۍ، د لوړ تخنیکي سوداګرۍ او د پانګونې په برخه کې هغه خنډونه لرې کړي چې دواړو هېوادونو کې شتون لري. "

ټاکل شوې چې مودي به د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته هم وینا وکړي. په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د دغې لیدنې په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

هغه رسنیو ته وویل:"نو، موږ دلته په دې باور یو چې دا به د وزیراعظم مودي تاریخي سفر وي، دا به هغه څه نور هم مظبوط کړي چې صدر بایډن د 21 مې پیړۍ تعریفونکې اړیکې بللي دي."

خو د جیوپولیټیک بدلونونو له کبله، دواړه هیوادونه تل په یو نظر ندي. ځکه چې هند د اوکراین له تیري وروسته له روسیې سره د دوستانه اړیکو د ساتلو په کلکه دفاع کړې ده. مسکو د نوي ډیلي د خامو تیلو تر ټولو لوی عرضه کوونکی باندې بدل شوی. منتقدینو هم په هند کې د غه ډیموکراټیکو ارزښتنو څخه شاته کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

خو د مودي سفر به د ګډو ګټو پر بنسټ وي ځکه چې دواړه هېوادونه د چین سره د مقابلې په اړه توجه کوي. تمه ده چې د مودي سفر به هغه اړیکې پیاوړې کړي چې اوس د دواړو لورو لپاره د بریا په توګه لیدل کیږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسريشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان د ايي ايم ايف غونډو ته نه دی بلل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00