شاته

ای پي: فلسطيني حمله کونکي د اسرایلي ابادۍ سره نژدې څلور کسان په ډزو وژلي

یو فلسطيني حمله کونکی د نهې، سه شنبې، په ورځ په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ابادۍ سره نژدې د تېلو په پمپ کې څلور کسان په ډزو وژلي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړي دي. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې دا خبر اسرایل د صحت چارواکو له قوله ورکړی دی.

اسرایلي امنيتي ځواکونو وویل د عیلي نومې اسرایلي ابادۍ سره نژدې حمله کونکی په ډزو وېشتل وی دی د نورو حمله کونکو موندلو دپاره لټون دوام لرلو. عیلي د فلسيطيني ښار رام الله په شمال کې پرته علاقه ده.

فلسطيني مطبوعاتو وویل د حمله کونکي ډرایور د موقعې نه تښتېدلی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په عیلي کې د حملې نه یوه ورځ مخکې په وېسټ بېنک کې جګړه کې شپږ فلسطينیان ووژل شوو او ګڼ شمېر نور زخمیان شول.

د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د تېرو څو راهسې په تاوتریخوالي کې اضافه شوې ده چې په کې لږ تر لږه ۱۲۶ فلسطينیان وژل شوي دي او د فلسطینیانو په حملو کې سږ کال ۲۰ کسان وژل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان د ايي ايم ايف غونډو ته نه دی بلل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00