شاته

بایډن د پناه غوښتونکو په نړیواله ورځ: امریکا په نړۍ کې د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن سه شنبه جون ۲۰ (جوزا ۳۰)، چې د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ بلل کېږي، د ټولو هغو پناه غوښتونکو د شجاعت ستاینه وکړه، چې د تاوتریخوالي او ځپنې له ویرې یې خپل هېوادونه پرېښي دي.

بایډن وویل چې شاوخوا ۱۱۰ میلیون خلک د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ اېستل شوي چې د کډوالو دا شمېر په تاریخ کې بېساری دی.

هغه په اوکراین باندې د روسیې یرغل، چې د میلیونونه انسانانو د بې ځایه کېدو لامل شوی، مشخص یاد کړ او ويې ویل چې «دا ظالمانه او ناموجه» یرغل دومره ډېر خلک بېځایه کړي چې د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته بېساري بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو په اساس، په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته ۸.۲ میلیون اوکراینیان بهرنیو هېوادونو کې کډوال شوي او شاوخوا شپږ میلیون نور یې په کور دننه بېځایه شوي دي.

بایډن همدغه راز ویلي دي چې میلیونونه نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، د افغانستان، سوریې، وینزویلا، سومالیا او جنوبي سودان څخه بېځایه شوي دي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته سلګونه زره افغانان له افغانستان څخه ووتل.

جو بایډن وویل چې متحده ایالتونه به راتلونکی کال کې ۱۲۵ زره کډوالو ته ښه راغلاست ووايي، چې په تېرو دریو لسیزو کې په امریکا کې په دومره شمېر کې د کډوالو منل بيساري دي.

نوموړي وویل چې د امریکا حکومت د نویو راغلو کډوالو د بیا مېشتولو پلان لري، چې د کاري فرصتونو ایجادول او د امریکا په اقتصاد کې د کډوالو مشارکت هم په کې دي.

جو بایډن وویل چې امریکا له کډوالو سره د بشري مرستو له پلوه په نړۍ کې تر ټولو لوی هېواد دی. هغه وویل چې د امریکا متحده ایالتونه د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو سره په ګډه د پناه غوښتونکو دپاره د پروګرامونو ننګه کوي.