شاته

پوتین په بلاروس کې د مسکو اتومي کوپړیو ځای په ځای کیدل تائید کړل

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ جون ۱۶ (جوزا ۲۶) په بلاروس کې ددغه هیواد د اتومي وسلو ځای په ځای کیدل تائید کړل او دا اقدام یې د لویدیځ لپاره یو خبرداری وګڼه.

پوتین د پیټرزبرګ اقتصادي غونډې ته په وینا کې وویل، چې د روسیې تعرضي اتومي کوپړۍ بلاروس ته سپارل شوي، خو ټینګار یې وکړ، چې اوس مهال روسیه اتومي وسلو څخه د کار اخیستلو اړتیا نه ویني.

پوتین وویل: "دا په دقیق ډول د یو مخنیوي کوونکي عنصر په توګه دی ترڅو ټول هغه کسان، چې زمونږ د ستراتیژیکي ماتې د منلو په فکر کې دي ددغو شرایطو څخه باخبره اوسئ".

پوتین د مارچ په ۲۵ (حمل پنځم) ویلي و، چې مسکو د بلاروس سره په دغه هیواد کې د اتومي وسلو ځای په ځای کولو په سر موافقې ته رسیدلی دی. خو هغه دا هم ویلي و، چې د اتومي وسلو د پراخیدو موافقې څخه به سرغړونه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پوتین د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو سره د دوو سترو قدرتونو ترمنځ د "نوي پیل" New Start د اتومي وسلو د کمیدو وروستي تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډوه.

پوتین د جمعې په ورځ وویل: "بلاروس ته لومړنۍ اتومې کوپړۍ وسپارل شوه. خو یوازې لومړنۍ، لومړۍ برخه. خو مونږ به دا کار د دوبي تر وروستیو یا د کال تر پایه په بشپړ ډول ترسره کړو".

دا د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو وروسته لومړی ځل دی، چې د روسیې څخه بهر دغسې وسلې ځای په ځای کیږي.

د روسیې جمهور رئیس وویل، چې دا ډول کوپړیو ځای په ځای کول د لویدیځ له خوا اوکراین ته د وسلو د برابرولو او ورڅخه ملاتړ پر وړاندې یو خبرداری دی.

اتومي تعرضي وسلې د لنډ واټن وسلې دي، چې کولی شي د جګړې په ډګر کې ورڅخه کار واخیستل شي.


ددې دمخه د بلارروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو د سه شنبې په ورځ ویلي و، چې هیواد یې د روسیې څخه د اتومي تعرضي وسلو تسلیمول پیل کړي دي، چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په ۱۹۴۵ کال کې پرجاپان د استعمال شوي اتوم بم څخه درې چنده قوي دي.


د امریکا متحده ایالاتو د پوتین په دې پریکړه باندې انتقاد وکړ، خو ویلي دي، چې د اتومي ستراتیژیکو وسلو په اړه د خپل دریځ د بدلولو نیت نلري.

امریکا متحده ایالاتو ویلي، چې هیڅ داسې نښه ، چې روسیه د اتومي وسلو څخه کار اخیستلو ته چمتو شوي وي نشته دی.

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) هم د روسیې دا پریکړه غندلې ده او هغه یې "خطرناکه او غیرمسوولانه" پریکړه ګڼلې ده.

خو جمهور رئیس پوتین ویلي، چې د مسکو دا اقدام د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د خپلو اروپايي متحدینو هیوادونو کې د اتومي وسلو ځای په ځای کیدو د اقدام سره ورته والی لري.

پوتین ویلي، چې اتومي تعرضي وسلې به د مسکو تر کنټرول لاندې پاتې شي، خو لوکاشینکو وړاندیز کړی، چې د بلاروس له منځه تللو د ګواښ په صورت کې دا هیواد کولی شي د روسیې په موافقه ددغو وسلو څخه کار واخلي.