امریکې د اوکراین سره د نور ۲۰۵ مېلین ډالرو امداد اعلان وکړو
امریکې د جمعې په ورځ اوکراین سره د نور ۲۰۵ مېلین ډالرو انساني امداد اعلان وکړو چې اوکراین سره به د خوراک، محفوظو اوبو او د سرپنا ځایونو په برخه کې مرسته وکړي.
اوکراین سره د امریکې د تازه مرستې په اړه د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل امریکايي امداد به د اوکراین مجموعي امنیت، د اقتصاد بحالۍ او د توانای برخو ته ترقي ورکړي دا ډول اوکراین د روس د حملې په نتیجه کې د پېدا شوي انساني بحران د مخنیوي صلاحیت ولري.
بلېکن غوښتنه وکړه چې په اوکراین کې د انساني بحران د ضرورتونو پوره کولو دپاره دې په فیاضۍ د کییف مرسته وکړی شي.
په موجوده مالي کال کې امریکې اوکراین سره په مجموعي توګه د ۶۰۵ مېلین ډالر نه زیات انساني امداد کړی دی. په کال ۲۰۲۲ کې په اوکراین د یرغل راهسې امریکې اوکراین ته د دوه اشاریه یو بېلین ډالرو نه زیات انساني امداد ورکړی دی.
د امریکې نه علاوه یورپين یونین سږ کال اوکراین ته د ۱۹ اشاریه اته بېلین ډالرو امداد ورکړی او د ايي یو نایب صدر والډېز ډومبروسکېس د چې اوکراین سره به د اوږد مهاله امداد هلې ځلې دوامداره ساتي.
بلخوا لوړ رتبه روسي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې ممکنه دا چې د تور سمندر د غلي د برامداتو معاهده د جولای په ۱۷ نېټه د مېعاد د ختمېدو وروسته و نه غځول شي. دغه معاهده د متحده قومونو په منځګړیتوب شوې او ترمخه یې د اوکراین غله نورو ملکونو ته لېږل کېدی شي. روسي چارواکو وویل کوښښ کوي چې غریب ملکونو غلي د کمي سره مخامخ نه شي.
د روس انټر فېکس نومې خبري ادارې ویلي توقع ده چې متحده قومونو د اېټمي توانای ادارې انټرنېشنل اټامک اېنرجي اېجنسي مشر رفایل ګروسي اینده هفته د روس دوره وکړي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ګروسي په جنوبي اوکراین کې د روس په قبضه کې د ژاپروژیا اېټمي بجلي ګر دوره وکړه. دغه دوره تېره هفته د کاخوفکا بند د ماتېدو نه پس شوې. د بند اوبه د ژاپروژیا بجلي ګر په یخولو کې استعمالېږي.
د جمعې په ورځ د یو شمېر افریقايي ملکونو مشرانو د اوکراین سر ښار کییف دوره وکړه او په دغه مهال د هوايي دفاعي نظام سايرنې هم وغږېدلې.
د افريقايي ملکونو د مشرانو پلاوي د اوکراین د حکومتي چارواکو سره په دې اميد خبرې اترې کولې چې څنګه به د روس او اوکرين تر منځ د امن لوظنامه وکړی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي