شاته

خرم دستګير په نومبر کې د انتخاباتو کېدو هيله مندي ښودلې ده

د پاکستان د توانايۍ مرکزي وزير خرم دستګير د روان کال 2023 د نومبر په مياشت کې په ملک کې د انتخاباتو هيله مندي ښودلې ده، نوموړي دغه خبره ډان انګلش سره په مرکه کې کړې ده.

له دې وړاندې حکومتي وزيرانو وخت په وخت ويلي، حکومت غواړي په ټول ملک کې دې په یوه ورځ انتخابات وشي.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله څو ځله تکرار کړې، د ټولو غټو سياسي ګوندونو دریځ دی په ټول ملک کې دې د قامي او صوبايي اسمبليانو انتخابات د ايين او قانون په رڼا کې په يوه ورځ د نګران حکومت لاندې وشي.

هغه ويلي، د ټولو اسمبليانو نېټه د اګست په مياشت کې پوره کیږي او د اکتوبر په میاشت کې انتخابات کېدل دي.

د پاکستان مخکينی وزيراعظم عمران خان د وزيراعظمۍ څخه لرې کېدو وروسته په تکرار سره وايي، ملک د مسلو ښکار دی او یواځينی حل یې انتخابات دي.

خو حکومت وايي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کيږي. پاکستان کې د انتخاباتو په موضوع تاوده بحثونه کيږي خو راتلونکو عامو انتخاباتو دپاره کره نېټه تراوسه نه ده ټاکل شوې.

له دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ الېکشن کمېشن ته په 14 مې پنجاب صوبه کې د الېکشن کولو حکم کړی اوحکومت ته یې ویلي وو د انتخاباتو لپاره دې الېکشن کمېشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي.

خو د پاکستان پارلیمان د سپریم کورټ په حکم الېکشن کمېشن ته د 21 اربو روپو ورکولو منظوري نه وه ورکړې او ویلي یې وو په 14 مې پنجاب کې انتخاباتو ته حالات نه دي برابر.

تېره میاشت د پاکستان الېکشن کمېشن سپريم کورټ ته خواست کړی وو، په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو دپاره د نېټې ټاکلو فېصلې ته دې بيا کتنه وکړي.

د اپرېل په میاشت کې په سېنېټ کې قرارداد منظور کړی شوی وو، د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليانو انتخابات به په يو وخت يا يو ځای کولی شي.

د اپرېل په مياشت کې د ايتلافي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ د انتخاباتو په موضوع ناستې شوې وې خو بې د کومې نتيجې ختمې شوې وې.

د اتحادي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ د انتخاباتو د نېټې دپاره ناستې او خبرې د سپريم کورټ د امر په رڼا کې شوې وې.

د پاکستان سپریم کورټ د انتخاباتو د نېټې په اورېدنه کې د بېلا بیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته بللي او ورته یې ويلي وو دوی باید خپلو کې په یوه ورځ د انتخاباتو د نېټې ټاکلو دپاره مذاکرات وکړي او عدالت دې د دغو مذاکراتو د نتیجې نه خبر کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، پرون د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د انتخاباتو په قانون کې د بدلون قانوني مسوده منظوره کړی شوې ده.

ویل شوي، قانوني مسوده الېکشن کمېشن ته د صدر سره د مشورې پرته د انتخاباتو د اعلان کولو د اختيار دپاره منظوره کړی شوې ده.

د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د سېنېټ غونډې ته ویلي، د انتخاباتو دپاره د نېټې ټاکلو حق په 1973 کې الېکشن کمېشن اف پاکستان ته ورکړی شوی دی، خو ضیاالحق بيا په دغه قانون کې بدلون کړی او صدر ته یې دغه واک ورکړی وو.

راپورونه وايي، د روان کال په سر کې الېکشن کمېشن د قامي اسمبلۍ اسپيکر او د سېنېټ چيرمېن ته د الېکشن قانون 2017 کې د بدلون دپاره خطونه استولي وو.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، پرون په سېنېټ کې وړاندې شوې قانوني مسوده کې د اسمبلۍ د غړو د نااهلۍ د الېکشن په قانون کې د بدلون هم ويل شوي او زیاته کړی شوې د دغه بدلون وروسته به د نااهلۍ د سزا موده پينځه کاله وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00