شاته

د سعودي عرب خارجه وزیر به د ایران دوره کوي

د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فېصل بن فرحان به د ایران دوره کوي چې اېسوسي اېټېډ پرېس خبری اداره وايي د منځني خیتځ د دواړو ملکونو ترمنځ د تعلقاتو د بهتر کېدو برخه ده.

ایران ته د سعودي خارجه وزیر د دورې اعلان ایران د جمعې په ورځ په یو بیان کې وکړو.

شهزاده فېصل بن فرحان به د خالي، شنبې، په ورځ په تهران کې د ایراني هم منصب حسین امیر اللهیان ملاقات کوي او توقع ده چې د ایران په سر ښار کې به د سعودي عرب سفارتخانه په رسمي ډول پرانېځي.

د ایران او سعودي عرب سفارتي تعلقات په ۲۰۱۶ کې قطع شول خو په تېرو څو هفتو کې دواړو ملکونو تعلقات د بحالولو دپاره ګامونه پورته کړي دي. دواړو ملکونو د مارچ په میاشت کې تعلقات د بحالولو او په ریاض او تهران کې د سفارتخانو د بېرته خلاصولو فېصله وکړه.

شهزاده فېصل بن فرحان په داسې حال کې د ایران دوره کوي چې د جون په شروع ورځو کې د امريکې خارجه وزیر اېنټني بلېکن د سعودي عرب دوره وکړه.

د ایران او سعودي عرب تعلقات د چین د سفارتي کوښښونو په نتیجه کې د کلونو د تاوتریخوالي وروسته بحالېږي. په تېرو څو کلونو کې تهران او ریاض د سيمې په شخړو کې په مستقیم او په غیر مستقیم ډول د یو بل مخالفې ډلې حمایت کړي دي.

په کال ۲۰۱۸ کې د ایران د اېټمي پروګرام په سر معاهدې د امريکې د وتلو وروسته په ایران په یو شمېر حملو کې د ککړتیا الزامات لګول شوي دی چې په کې په ۲۰۱۹ کې د سعودي عرب د تېلو په صنعت حمله هم شامله وه. د حملې په نتیجه کې په عارضي ډول د سعودي عرب د خال تېلو پېداوار نیم په نیمه کم شو.

د سعودي عرب او ایران سفارتي تعلقات په ۲۰۱۶ کې په سعودي عرب کې د شیعه عالم د پانسۍ د سزا وروسته منقطع شول. د عالم د سزا خلاف په ایران کې د احتجاجونو په مهال په سعودي سفارتخانه او نورو سفارتي اسانتیاو حملې وشوې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبری ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00