شاته

ترکیې د کاخوفکا بند د ویجاړیدو په اړه د نړیوالې پلټنې غوښتنه کړې 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ جون اومه (غبرګولي ۱۷) له خپلو روسي او اوکرایني سیالانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د کاخوفکا د بند د ویجاړیدو د څیړلو لپاره یې د یوه نړیوال کمیسیون د جوړولو غوښتنه وکړه.

د روسيې تر ادارې لاندې د اوکراين په اشغال شوې سیمه کې د کاخوفکا د بند له ويجاړېدلو وروسته مسکو او اوکراين د دغې پېښې پړه پر یو بل اچولې ده.

اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې: "کیدای شي د چاودنې د دقیقې څېړنې لپاره په جګړه کې د ښکیلو اړخونو، ملګرو ملتونو او د ترکیې په ګډون د نړیوالې ټولنې د کارپوهانو یو کمېسیون جوړ شي."

ښاغلي اردوغان د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په جلا ټليفوني خبرو کې هم همدا وړانديز وکړ او وويل چې ترکيه دې دندې ته چمتو ده. اردوغان د پوتین سره په خبرو کې وویل: "هر اړخیزې پلټنې باید په داسې ډول ترسره شي چې د کاخوفکا په بند کې د چاودنې په اړه د شک لپاره هیڅ ځای پاته نشي."

د کاخوفکا د بند ویجاړیدو د زرګونو کورونو تر اوبو لاندې کیدو سربیره د زاپوریژیا اټومي بټۍ د خوندیتوب په هکله هم ویره رامینځته کړې. دا بند د دنیپرو سیند پرسر جوړ شوی او د دې سیند اوبه هغو زیرمو ته بهیږي چې د زاپوریژیا اټومي بټۍ د سړېدو لپاره کارول کیږي.

د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د دې بند د ویجاړولو په اړه په لومړي غبرګون کې اوکراین تورن کړ او دا یې یو "وحشیانه عمل" وباله.

کرملین په یوه اعلامیه کې ویلي چې پوتین اردوغان ته په یو تلیفوني تماس کې وویل چې دا سرغړونه "یو وحشیانه عمل دی چې لویې انساني او چاپیریالي ناورین اوښتی دی."

د اوکراین ولسمشر هم ویلي دي چې له اردوغان سره یې د کاخوفکا بند د ویجاړولو د بشري او چاپیریالي پایلو په اړه خبرې کړي او هغه ته یې د دې ناورین د مخنیوي لپاره د اوکراین د بیړنیو اړتیاوو لیست استولی دی.

هغه وویل چې د بند د ویجاړیدو په پایله کې په سلګونو زره خلک "د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه بې برخې شوي دي".

زیلینسکي په یو ټویټ کې لیکلي دي چې د بند ویجاړول "په بشپړ ډول قصدي" و او روسیه یې تورنه کړه چې د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې د زیانمن شویو خلکو لپاره نه لاس په کار کیږي.

اوکرایني مقاماتو اعلان کړی، چې تر ۱۷۰۰۰ ډېر کسان د نیپرو سیند له سیمو ایستل شوي او د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمو کې شاوخوا ۴۰ ښارګوټي او کلي سیلابونو لاندې کړي دي.

زیلینسکي د سه شنبې په ورځ وویل چې نړۍ باید د کاخوفکا په بند باندې د روسیې د برید په اړه غبرګون وښيي. هغه وويل: "دا د روسيې د تروريستي اعمالو څخه يو عمل دی. دا د روسيې د جنګي جنايتونو له جملې څخه يو دی."

د اوکراین د اوبو د بریښنا د څانګې مشر ایګور سیروتا وویل: "دا دستګاه بیرته نشي ژوندی کولی ځکه چې دا په بشپړه توګه ویجاړ شوی ... د دې وسیلې هیدرولیک جوړښت له مینځه تللی دی."