شاته

طالبان: پولیسو اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي، پاکستاني پولیسو د تیرې میاشتې د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو کې د ګډون په تړاو د اسلام اباد او راولپنډۍ په پنځو مختلفو ساحو کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ جون اووم (جوزا ۱۷) د خپل ټویټر په پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې په دې مسله یې د پاکستان د حکومت د چارواکو سره خبرې کړي دي.

د افغانستان سفارت لیکلي:" دغه مسئله او د یوې افغانې کورنۍ سره د شوي ظلم او زیاتې پېښه په جدي ډول پرون د سفارت د رهبرۍ له لورې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ادارو سره شریکه شوه. د شهزاد ټاون د پیښې د عاملینو د نیولو او په سزا رسولو غوښتنه ترې وشوه چې د پاکستاني چارواکو له خوا ډاډ ورکول شو".

همداشان دغه سفارت ویلي، چې د اسلام اباد او راولپنډۍ په پنځو مختلفو ساحو کې پولیسو په دې نامه چې ګوندې افغانانو د تیرې مۍ د میاشتې د نهمې ورځې په مظاهرو کې برخه اخیستې او یا د اوسیدو اسناد نلري د هغوی د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

دغه سفارت ویلي، چې نیول شوي کسان ټول بې ګناه او غریب خلک دي چې د مۍ د میاشتې د نهمې ورځې له پېښو سره هيڅ تړاو نلري.

د پاکستان د احتساب د ملي ادارې (نیب) له خوا د مۍ د میاشتې په نهم د پاکستان د پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې د هغه د نیولو په خلاف د تاوتریخوالي ډګ لاریونونه وشو.

ددغو لاریونونو په ترڅ کې لاریون کوونکو د پاکستان د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ګډون په یو شمیر دولتي ودانیو باندې بریدونه وکړل او ورته یې اور واچوه.

د تاوتریخوالي په دغو پیښو کې لږ ترلږه نهه تنه وژل شوي او د پولیسو د منسوبینو په ګډون په لسګونو نور کسان ټپیان شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د دغه سفارت د مهاجرینو څانګې او کراچۍ کې د افغان قونسلګرۍ د هڅو په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ جون شپږم ( جوزا ۱۶) له ۱۵ تر ۲۰ کسانو پورې په اسلام اباد کې او تر ۲۵ پورې نور افغانان د کراچۍ له زندانونو څخه خوشې شوي، چې په دولتي مصارفو افغانستان ته استول شوي دي.

په عین حال کې د ارزو احمدي په نوم یوې افغانې وزرشکارې رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، چې د سه شنبې په ورځ اسلام اباد ته په لار د پولیسو له خوا نیول شوې ده.

ارزو احمدي د پولیسو له خوا د نیول کیدو یوه ورځ دمخه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې جیو-جتسوچیکمت په اوم نړیوالو مسابقو کې ګډون کړی و او د څلورو هیوادونو په دغه سیالۍ کې یې د سرو زرو مدال اخیستی و.

دغه سیالۍ د امریکا د متحده ایالاتو،کاناډا، پاکستان او افغانستان د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې وې.

میرمن احمدي په دغه غږیز پیغام کې ویلي، چې دا په پاکستان کې د اوسیدانې لپاره د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اسناد هم لري، خو پولیسو نیولې او د پنځه ساعتونو په تیریدلو نه پوهیږي، چې ولې یې نیولې ده.

د پاکستان پولیسو تراوسه د افغانانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ ویلي، هغوی چې په تاوتریخوالي کې یې لاس درلود ورسره به قانوني چلند وشي.

ددغو پیښو وروسته د تحریک انصاف د ګوند مشر ویلي، چې ددغه ګوند په زرګونو پلویان پولیسو نیولي او په زندانونو کې یې اچولي دي.