شاته

اروپايي ټولنه: د طالبانو حکومت دې د نجونو د مسمومیدو پیښې وپلټي

د سرپل په ولایت کې د نجونو په دوو ښوونځیو کې د لسګونو نجونو د مسمومیدو پیښو په اړه د راپورونو د خپریدو وروسته افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د طالبانو له حکومت څخه ددغو پیښو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

اروپايي ټولنې د سه شنبې د ورځې ناوخته جون شپږم ( جوزا ۱۶) د خپل ټویټر په پاڼه په یوه اعلامیه کې د سرپل په ولایت کې د ۶۰ نجونو مسمومیدل یو وحشتناک عمل بللی او په دې اړه یې خواشینې ښودلې ده.

اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویلي:" دا یو ناوړه جنایت دی، چې په کار دي د وګړو د ساتنې په برخه کې د نړیوالو قوانینو له مخې، د واکمنې ادارې چارواکي ددې پیښې په تعقیب مکلفوي. مونږ ټولو هغه نجونو ته، چې په دې پیښه کې یې زیان لیدلي د ژر روغتیا هیله کوو".

اروپايي ټولنې ویلي، چې د زده کړو حق په هر ځای کې یو انساني حق دی. ښځوونځي باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه اوسي.

همداشان افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې ددغه هیواد ځانګړې استازې رینا امیري هم د سرپل په ولایت د نجونو د مسمومیدو په پیښو اندیښنه ښودلې ده.

توماس ویسټ د چهارشنبې په ورځ جون اووم (جوزا ۱۷) په خپل ټویټر د دې پیښې د پلټنې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې او د افغان ماشومانو په خوندیتوب یې ټینګار کړی دی. هغه ویلي: " افغانان پرته له ویرې د زده کړو ترلاسه کولو مستحق دي".

همداشان د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د سه شنبې په ورځ جون شپږم ( جوزا ۱۶) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د افغان ماشومانو د خوندیتوب لپاره باید ټول اقدامات ترسره شي.

میرمن امیري ویلي:" مونږ باید د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو څخه ملاتړ ته دوام ورکړو، چې پرته د محدودیت او ویرې څخه زده کړو ته لاس رسی ولري".

ددې دمخه د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" هم د سرپل په ولایت کې د نجونو د دوو ښوونځیو د زده کوونکو په مسمومیدو اندیښنه ښودلې وه او د دې پیښو د پلټنې غوښتنه یې کړې وه.

د سرپل په ولایت کې د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي په دوو جلا پیښو کې د ابتدائیه ښوونځیو نږدې ۸۰ زده کوونکې تر مسموم کیدو وروسته په روغتون کې بستر شوې دي.

د دې ولایت د پوهنې رئیس محمد رحماني یکشنبه جون ۴ (غبرګولي۱۴) مطبوعاتو ته ویلي چې دا پیښه د سنګچارک په ولسوالۍ کې شوې خو پدې هکله یې څه ندي ویلي چې د ښوونځیو دا زده کوونکې څه ډول مسمومې شوي او څه ډول مواد ورکړل شوي.

ښاغلي رحماني دا هم ندي ویلي چې د ښوونځیو دې زده کوونکو ته د زهرجنو موادو خوړولو وروسته څه ډول زیان رسیدلی خو دومره یې ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې روانې دي.

د پوهنې رئیس د پیښې په هکله اسوشیتډپرس اژانس ته وویل، " دا دواړه لومړني ښوونځي یو بل سره نږدې دي او دواړه یې یو په بل پسې په نښه شوي. مونږ مسمومې شوې زده کوونکې روغتون ته وړي او اوس ښې دي."

ښاغلي رحماني وویل د لومړنیو معلوماتو څخه داسې څرګندیږي چې کوم چا د "کینې" له وجې درېیم شخص ته پیسې ورکړي چې په ښوونځیو دا ډول بریدونه وکړي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

رحماني دا هم ندي ویلي چې د مسمومو شویو زده کوونکو عمرونه څومره دي خو یوازې دومره یې ویلي چې د لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي پکې شاملې دي.

ګمان کیږي چې دا د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا چې په کابل کې طالبان بیا واک ته رسیدلي او لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې د ښوونځیو څخه منع دي، لومړی ځل دی چې په ښوونځیو دا ډول بریدونه کیږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

په دغو محدودیتونو کې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز، په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز، ښځې او نجونې پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته د تللو څخه منع کول، د محرم پرته سفر محدودیونه او هم په غیردولتي موسسو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو او نجونو په کار بندیزونه شامل دي.