شاته

خوړو نړیوال پروګرام: یوازې څلورو میلیونو افغانانو ته مرستې برابرولی شو

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې د بودیجې د کمښت له امله افغانستان کې یوازې څلور میلیونو کسانو ته مرستې برابرولی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د سه شنبې په ورځ جون شپږم (جوزا ۱۶) کابل کې مرستو ته اړو کسانو باندې د خوراکي توکو د ویشلو وروسته د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا اداره یوازې څلورو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو سره مرستې کولی شي، په داسې حال کې، چې ددغې ادارې د وینا له مخې افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي په دې نه پوهیږي، چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي".

په عین وخت کې د ملګرو د بشري مرستو د همغږې دفتر"اوچا" ویلي، چې افغانستان لا هم د ډیر سخت بشري ناورین سره مخ دی.

اوچا ویلي، چې ددغه هیواد د دریو څخه دوه برخې خلک د نړیوالې تولنې مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته د ملګرو ملتونو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د مرستو د بودیجې طرحه بدله کړه او دا بودیجه یې له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې ادارې "اوچا" د دوشنبې په ورځ جون پنځمه (جوزا ۱۵) په یوې اعلامیې کې وویل چې د بودیجې په طرحه کې د تغیر یو علت په نړیوالو سازمانونو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي بندیزونه دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي‌ سازمونونو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی و چې د طالبانو دا ډول بندیزونه به د افغانستان سره په مرستو باندې ناوړه اغیز ولري.

افغانستان د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له بشري او اقتصادي‌ کړکیچ سره یو مخامخ هېواد بلل کېږي.

ملګري ملتونه وايي د تېرکال په پرتله د هغو خلکو شمېر زیات شوی دی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د اپریل په میاشت کې خبرداری ورکړی و که مرستې ۳۰ فیصده کمې شي، د افغانستان اقتصاد به له سقوط سره مخامخ او انفلاسیون به زیات شي.

طالبان وايي، چې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ پر اساس د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو او ښځو د زده کړو د بیا پیلیدو لپاره په یوه کړنلاره باندې کارکوي.