شاته

سوداګرو د پاکستان حکومت لخوا له افغانستان، ایران او روس سره د مال په بدل کې د مال (بارټر) تجارت د پرېکړې هرکلی کړی

د افغانستان او پاکستان تاجرانو، د پاکستان لخوا د افغانستان، ايران او روس سره د مال په بدل کې د مال تجارت [بارټر تجارت] پېلول یوه ښه پرېکړه بللې ده خو وايي چې د دې دپاره يو غوره مېکانزم يا طريقه کار باید جوړ شي.

د پاکستان حکومت له افغانستان، ایران او روسیې سره د بارټر تجارت کولو پرېکړه کړې او د جون په لومړۍ نیټه یې یو رسمي نوټیفیکیشن خپور کړی چې پکې د دې سیسټم لاندې د 26 شیانو د سوداګرۍ اجازه ورکړل شوې او د دې سوداګرۍ څارنه به د FBR لخوا کېږي.

د چمن د سوداګرو له خوا د پاکستان او افغانستان د ګډې خونې پخواني مرستیال محمد قسيم اڅکزي ویلي، چې د نړیوالو بندیزونو له امله پاکستان اړ شوی چې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د مالونو په تبادله تجارت وکړي.

په دې تجارت کې د ډالرو کارولو د بنديدو هڅي دي. دده په وينا دغه یو ښه ګام دی خو دواړه هیوادونه باید خپل سرحدي ګمرکي سیستم بدل کړي او سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې ورکړي.

د دې تجارت په اړه تر دې دمه د پاک افغان چیمبرز تر منځ په کابل کې درې غونډې او په اسلام اباد کې دوه غونډې شوې دي.

له دې غونډو وروسته د پاک ایران چیمبرونو تر منځ په دې تجارت خبرې شوي دي، چې باید په صادﺭاتو او واﺭداتو کي جی ډي فائل کولو په مهال د بانکي چینل نه کار وانه خیستل شي.

د پیسو تصفیه باید اسانه شي یا د افغانستان لخوا ثبت شوي CCD باید په سرحدي ګمرکونو کې وښودل شي او د منلو وړ وي بيا ددغو دواړو دستاويزاتو له لاﺭې د مالونو قميت وټاکل شي.

د ۲۰۲۲-۲۳ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، له افغانستان سره د پاکستان صادرات له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه ۶۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي چې ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په داسې حال کې چې واردات ۲۴ سلنه زیات شوي او ۵۴۴.۱۷ میلیون ډالرو څخه ۶۷۵.۰۱ میلينو ډالرو ته لوړ شوي، چې په دغه تجاﺭت کې د افغانستان برخه ﺯياته شوې ده.

د چمن د سوداګرۍ خونې پخوانی رییس حاجي عبدالباري اڅکزی وايي، پاکستان د بارټر سوداګرۍ په برخه کې اکثره خوراکي توکو ته د سوداګرۍ اجازه ورکړې ده.

دی وایي، پاکستان باید د افغانستان څخه خام مال ﺭاوغواړي بيا ګټه تر لاسه کولی شي.

"که مونږ هغه اضافي اموال ګاونډیانو ته ورکړو او له هغو څخه د خامو موادو، ګازو، تیلو، ډبرو سکرو یا سنګ مرمر په شکل کې چې لري یې له هغوی څخه تر لاسه کړو، نو کولای شو له دې څخه زیاته ګټه پورته کړو او ﺯمونږ ډون شوی اقتصاد بیرته پر مخ بوځو او خپل کاروبار ته دوام ورکړو."

د پاکستان حکومت دا ګام په هیواد کې د بهرنیو اسعارو د کنټرول لپاره اخلي چې د بهرنیو اسعاروﺯخيره د څلور ملیارد ډالرو څخه هم کمه شوې ده.

دا مهال په پاکستان کې د ګرانې کچه ۳۸٪ ته لوړه شوې ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د حکومت دې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی او نه هم دا معلومه ده چې د طالبانو حکومت به له پاکستان سره د بارټر سوداګرۍ لپاره څه ډول میکانیزم جوړ کړي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي وو چې له پاکستان سره د افغانستان د بارټر سوداګرۍ په برخه کې ستونزې شته چې مونږ ورته ګوته نیولې که د طالبانو حکومت یې حل کړي او ستونزې هواﺭولو دپاﺭه تدابیر ونیسي، ښايي دا تجارت بریالی شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډ چېمر اف کامرس اېنډ انډسټري شريک مشر خان جان الکوزی تر دې مخکې ډیوې ته ویلي وو چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته دوی [پاکستان] تېر کال د مال په بدل کې د مال د تجارت وړانديز کړی وو خو وایي امارت [واکمنو طالبانو] نه وو نهايي کړی، په دې نظر چې داخلي کرنسۍ ته پکې ضرر ونه رسيږي:

ښاغلي الکوزي زياته کړه "د افغانستان په اوسني حالت کې چې په بېنکونو یې بنديزونه دي، ډالر نه انتقاليږي، اوس دا تجارت د افغانستان دپاره هم ګټه لري خو بايد يو مېکانزم ورته جوړ شي".

په پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مرستيال مشر شاهد حسېن ویلي، اول د دې ضرورت ولې پېښ شو چې بارټر تجارت وشي؟ د هغه په وينا "ځکه چې نړیوال بنديزونه ولګېده، د ايران په بېنکونو د وړاندې نه بنديزونه وو، په افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته بنديزونه ولګېده او په روس د اوکراين د جګړې وروسته د نړيوال سياست وروسته بنديزونه ولګېده هغه د خپلو پېسو انتقالات د بېنکونو د لارې نه شو کولی".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دا کار ډېر وړاندې پکار وو ډېر وخت ضايع شو"، هغه زياته کړه پکار وه پاکستان "د ايران سره د مال په بدل کې تجارت کړی وی، دغه شان د افغانستان سره هم دوه کاله پوره کيږي چې دغه مشکلات شته، نو د دې به ډېر ښه اثرات وي تجارتي بنديزونه به ورسره حل شي، تجارت به تېز شي او قانوني به شي".

د شاهد حسېن په خبره، "پخوا هم د روس سره د افغانستان دغه ډول تجارت کېدو، اوس دا عمل بيا راتازه شو او د مجبوريت د وجې دغه فېصلې وشوې".

د پاکستان د تجارت د وزارت تر دې مخکې په اعلامیه کې ویلي و، چې د پاکستان نه به افغانستان، ايران او روس ته د خوراکي توکيو سره، کېمکل، د ودانيو جوړولو څيزونه، برقي او اوسپني او لوبو پورې 26 توکي صادرولی يا برامد کولی شي.

په اعلاميه کې ویل شوي، د افغانستان نه به تازه او وچې مېوې، سبزيانې، دالونه، معدنيات، کوله يا سکاره، څرمنې او اوسپنه واردولی يا برامد کولی شي. او د ايران نه به هم د مېوو ترڅنګ د معدنياتو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، کيميايي سره د نورو توکيو راغوښتو او د روس نه به د دالونو، غنمو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، معدنياتو، او اوسپنې درامد کولو اجازت وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00