شاته

پېښور: په اچیني پولیس چوکۍ نیمه شپه کې ترهګرو برید کړی خو پولیس وایي ترهګر یې په شا تمبولي

دپېښور دسربند تاڼې په اچیني‌ پولیس چوکۍ بیګاه دشپې ترهګرو یوه درنه حمله کړې ده خو پولیس وایي چې په جوابي کارروایۍ کې یې ترهګر پشا تمبولي اؤ حمله کې پولیسو ته هیڅ ځانې زیان نه دی اوښتی.

دپېښور دپولیسو دعملیاتو دڅانګې مشر یا ایس ایس پي هارون رشید بیلابیلو رسنیو ته ویلي د نهې اؤ شورو په منځ شپه کې داتوؤ نه تر لسو ترهګرو په اچیني پولیس چوکۍ د دوؤ اړخونو نه حمله کړې ده.

ایس ایس پي‌ ویلي ترهګرو په دغه پولیس چوکۍ ناتاره ډزې کړي‌ خو پولیس دهغوي برید ته په وخت کوټلی ځواب ویلي اؤ په ځوابي کارروایۍ کې یې دغه ترهګر پشا تمبولي دي.

هغه ویلي د برید په مهال دواړو خواؤ تر څه وخته په یو بل ناتاره ډزي کړي خو په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې

دپېښو رکیپټل سټي پولیس پخپله ټویټر پاڼه لیکلي،دبرید په وخت پولیس بیدار ولاړ وؤ ځکه ورته کوم ّځاني زیان نه دی اوښتی.

پولیس وایي دبرید نه وروسته پولیسو په سیمه کې په پراخه کچه د لټونې عملیات پیل کړي دي.

په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په پېښور یا دپښتونخوا په نورو برخو کې په پولیسو څومره بریدونه شوي دي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش قبوله کړې ده.

تر دې پېښې یوه شپه وړاندې دپېښور په متنو سیمه کې پولیسو د عملیاتو په مهال د یو تندلاري د وژلو دعوه کړې وه .

دپېښور دپولیسو لخوا مطبوعاتو ته په جاري کړل شوي یو بیان کې ویل شوي وؤ دصدر سرکل دپولیسو مشر یا ایس پي پرون د نهې په شپه دپولیس ځواک په ملتیا په متنو سیمه کې عملیات کول چې تندلارو پرې برید وکړو.

پولیس وایي په دغه برید کې ایس پي اؤ نور پولیس خوندي پاتې شوي خو دپولیسو په ځوابي برید کې یو تندلاری وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې ګڼ شمیر پولیس عسکر وژل شوي‌ اؤ ژوبل شوي دي.

دخېبر پښتونخوا پولیسو دتېرې مئ په میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي.

رپورټ کې ویل شوي وؤ چې سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی.

رپورټ کې دعوه شوې وه چې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی.

دپولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي.

خو په دې رپورټ کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرو لخوا څومره پولیس وژل شوي یا په څومره پولیس تاڼو اؤ څوکیو بریدونه شوي دي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00