شاته

کراچۍ: پینځو میاشتو کې د شوکو او ډاکو په مهال 61 کسان وژل شوي دي

دپاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې ورځ تر بلې دشوکو اؤ ډاکو پېښې په سیوا کیدو دي اؤ‌ پاکستاني مطبوعات وایي د روان کال په وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې د شوکو اؤ ډاکو په مهال دغه ښار کې 61 کسان په مزاحمت کولو وژل شوي اؤ 289 نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان جیو ټي وي پخپل یو رپورټ کې ویلي په روان کال کې کراچۍ د ډاکوانو اؤ شوکمارو په رحم و کرم پاتې ده اؤ که د شوکې یا ډاکې په مهال یو څوک لږ شان مزاحمت هم کوي نو ډاکوان ترې دز وباسي .

دکراچۍ دپولیسو مشر عالم اوډهو مني چې په کراچۍ کې دشوکو پېښې زیاتې شوي خو وایي چې دهدفي وژنو پېښې ختمې شوي اؤ دقلنګ غوښتنې اؤ تاوان لپاره دخلکو تښتونې پېښې کمې شوې دي.

دنهې په ورځ دپاکستان جیو ټي وي پخپل یو رپورټ کې ویلي چې په تېرو پینځوو میاشتو کې دکراچۍ دننه دشوکو اؤ ډاکو 29 زره اؤ 171 پېښې شوي دي.

د رپورټ له مخې دجنورۍ میاشت کې د 7 نه زیاتې اؤ په فرورۍ کې 6 زره د شوکو اؤ ډاکو پېښې ریکارډ کړل شوې دي.

دغه رپورټ وایي دکراچۍ په لارو کو څو کې په مارچ کې 7 زرو نه زیاتې ، اپریل کې 7 زره اؤ 278 اؤ مئ کې پینځوؤ زرو نه زیاتې پېښې شوې دي.

رپورټ کې دچارواکو له خولې ویل شوي دي چې په پینځوؤ میاشتو کې 9464 وګړو نه موبایل فونونه اؤ 17125 نه موټر سایکلې د وسلې په زور تروړل شوې دي.

رپورټ کې ویل شوي چې پروسکال په کراچۍ کې د وړومبیو پینځوو میاشتو په مهال 23651 دشوکو پېښې شوې وې.

د روان کال په پیل کې د کراچۍ دپولیسو مشر جاوید عالم اوډهو دټي وي یو پروګرام کې دخبرو په مهال ویلي وؤ په لارو کې شوکې کول اسان کار دی ځکه دکراچۍ دننه شوکو کې اضافه شوې ده خو هغه دعوه کړې وه چې په دې ښار کې بیا هدفي وژنې ختمې شوي اؤ دقلنګ غوښتنې اؤ پیسو لپاره دخلکو تښتولو پېښې کمې شوې دي.

دپولیسو مشر منلې وه چې پروسکال هم کراچۍ کې دشوکو په مهال 111 کسان وژل شوي وؤ اؤ دشوکو پېښې د24 زرو نه 28 زرو ته لوړې شوې وې.

دپولیسو مشر وایي سږکال کراچۍ کې دجرمونو دمخنیوي په غرض لګول شوؤ کیمرو کې دپینځوو زرو نورو کمیرو اضافه شوې ده .

دنوموړي په وینا د ملزمانو دنیولو اؤ لټولو عمل غوره دی خو دانویسټي ګیشن یا پلټنو عمل بیا زیات پیاوړی نه دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00