شاته

جنوبي وزیرستان:د ځمکني ماین چاودنه کې دوه خویندې وژل شوي دي

دافغانستان دپولې سره نزدې دخېبر پښتونخوا په قبایلي سیمه بر جنوبي وزیرستان کې دماین په یوه چاودنه کې دوه خویندې وژل شوې دي.

دسیمې څخه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه تېره ورځ د بر جنوبي وزیرستان په تونده دره نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي د زمکني ماین په دې چاودنه کې دسیمې دیو استوګن جانان خان دوه لوڼه وژل شوي چې دیوې عمر 8کاله اؤ بلې 15کاله ښودل ښودل شوی.

سرچینو ډیوه ته ویلي چې جانان خان دسیمې یو غریب استوګن دی چې دڅاروؤ په څرولو خپلو بچو له ډوډۍ پیدا کوي.

جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د زمکنیو ماینونو په چاودنو کې دخلکو د وژنو رپورټونه مخې ته راځي اؤ تر دې پېښې وړاندې داپریل په میاشت کې هم دسراروغه تحصیل په جنته ویشتني سیمه کې یو دولس کلن ماشوم دماین په چاودنه کې وژل شوی ؤ.

همدا شان په مارچ میاشت کې په بره جنوبي وزیرستان کې د زمکنيو ماینونو د چاودنو درې پېښې شوې وې.

ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولي دي.

ځايي خلک وايي، د علاقې څخه ماينونو پاکولو دپاره یې احتجاجونه کړي او حکومتي چارواکو ته خواستونه کړي خو د ماینونو صفایی د پاره څوک ګامونه نه اخلي.

تېر کال د ځمکني ماین چاودنو ښکار شوي کسانو د یوې میاشتې پورې احتحاجي پرلت کړی وو، او دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ختم کړی شوی وو چې ځایي انتظامیه دوی ته په علاقه کې د ماینونو پاکولو او د ماین ښکار شوو کسانو ته د مرستې ورکولو باور په لیکلې بڼه ورکړی وو.

پي ټي اېم په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د پي ټي اېم د شمېرو تر مخه د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 400 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تايید شوي خو انتظامیه وایي په ځمکني ماین چاودنو کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو ته د مرستو لړۍ پېل کړی شوې ده.

د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تېر کال ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00