شاته

واشنګټن د ایران د میزایلو په پروګرام باندې بندیزونه ولګول

واشنګټن – د تهران لخوا د یو نوي هایپر سانیک توغندي له اعلانېدو سره واشنګټن په چټکۍ سره د نهې یا سې شنبې په ورځ د ایران د بالسټیک میزایلو په پروګرام باندې تازه بندیزونه ولګول ځکه د سپینې ماڼۍ چارواکو د ایران دا اقدام بې ثباته کونکی بللی.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ارتباطاتو مشر جان کربي وویل، "د بایډن اداره ډېره ښکاره او کلک دریځ لري چې په سیمه کې د ایران بې ثباته کونکي فعالیتونو په شا وتمبوي، چې د ایران په دغو فعالیتونو کې د بالسټیک توغندیو د ودې او پرمختګ پروګرام هم شامل دی."

کربي وویل، "زه ددغه هایپر سانیک میزایلو په اړه د ځانګړو راپورونو په اړه خبرې نه کوم خو مونږ په ډېر ښکاره بندیزونه لګولي چې ایران له هغه څه څخه په شا کړي چې په سیمه کې یې کوي او بیا هم چې د بالسټیک توغندیو پروګرام پکې شامل دی."

د ایران دولتي ټي وي راپور ورکړی چې د فتح په نامه دغه توغندي ۱۴۰۰ کیلومټره واټن وهي چې دا د تهران او بیت المقدس ترمنځ د هوايي‌ واټن څخه لږ کم دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي دغه نوې وسله د منځني ختیځ په سیمه کې د دوامداره سولې او امنیت لپاره یو پیغام رسونکې وبلله خو څېړونکي ورسره موافق نه دي او وايي، له دې سره تاوتریخوالی نور هم زیاتېږي.

د امریکا د خزانې وزارت د نهې یا سې شنبې په ورخ وویل، چې دغه نوي بندیزونه په اوو کسانو او شپږو ادارو باندې لګول شوي کوم چې په ایران، چین او هانګ کانګ کې دي او د ایران د میزایلو پروګرام ته حساسې او مهمې پرزې برابروي.

په دغو پرزو او سامانون کې سڼټرفیوژونه هم شامل دي کوم چې د اټومي وسلو لپاره د یورانیمو د غني کولو لپاره کارول کېږي.‌

د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن وویل، دغه بندیزونه د هغو فعالیتونو په وړاندې زمونږ د غبرګون ښودلو ژمنتیا ښيي کوم چې د سیمې ثبات ګواښي او زمنږ د مهمو شریکانو او متحدینو امنیت ګواښي .

د ایران ولسمشر ریسي ویلي، چې یاد نوی میزایل په بشپړه توګه د ایران لخوا ډیزاین شوی او جوړ شوی دی.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00