شاته

د اردوغان انځور ته د بریتونو اضافه کولو له کبله ترکیه کې یو هلک بندي شو

په ترکیه کې چارواکو سه شنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) یو شپاړلس کلن هلک پدې تور نیولی او بندي کړی چې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یو انتخاباتي انځور کې یې هغه ته بریتونه ور اضافه کړي.

ګڼ شمیر مطبوعاتو ویلي چې پدې هلک تور دی چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې د مرسین په ښار کې یې په قلم د ښاغلي اردوغان په تصویر د هټلر په شان بریتونه رسم کړي او د سپکاوي تبصرې یې هم پرې لیکلي.

پولیسو دا هلک وروسته تر هغه ونیوه چې په امنیتي کمرو کې یې پیژندګلوي وشوه.

دې شپاړلس کلن پولیسو سره په مرکې منلې چې د ښاغلي اردوغان په تصویر یې بریتونه رسم کړي خو وایي په انځور لیکل شوې تبصره ده نده لیکلې.

د یو سیمه ایز تلویزیون په راپور کې ویل شوي چې دولتي څارنوال پدې هلک د جمهور رئیس د سپکاوي تور لګولی او د تنکیو ځوانانو په زندان کې بندي شوي.

لا معلومه نده چې دا هلک به تر کومې بندي وي.

د ترکیې د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې د جمهور رئیس سپکاوی پدې هیواد کې یو تر ټولو عام جرم دی او هر کال پدې جرم ۱۶۷۵۳ کسان محاکمه کیږي.

رجب طیب اردوغان د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مې میاشتې په ۲۸ مې د جمهوري ریاست انتخاباتو په دویم پړاو کې یو ځل بیا انتخابات وګټل او خپله شل کلنه واکمني یې د پنځو نورو کالونو لپاره وغځوله.