شاته

ایران د غږ تر سرعت چټک میزایل نندارې ته وړاندې کړ 

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی دی چې دا هېواد نن سه شنبه جون شپږمه (جوزا ۱۶) خپل لومړنی د غږ تر سرعت چټک (هایپرسونیک) بالستیک میزایل وښوده.

ایرنا اژانس د دغه میزایل تصویرونه خپاره کړي دي ‌او ویلي دي‌ چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي، د سپاه پاسدران قومندانانو او ځینو نورو مقاماتو د میزایل د ښکاره کېدو پروګرام ته ورغلي وو. د دغه میزایل نوم «فتاح» دی.

د سپاه پاسداران یو لوړ پوړي قومندان امیر حاجي زاده ویلي چې دا میزایل ۱۴۰۰ کیلو میتر واټن وېشتلای او هر ډول دفاعي سپر ماتولای شي.

ایراني مقامات وايي چې د هایپرسونیک میزایل سرعت له غږ څخه شاوخوا پنځه برابره چټک دی. ایران تېرکال اعلان کړی و چې د غږ تر سرعت چټک میزایل یې جوړ کړی.

د ایرنا خبري اژانس د رئیسي له خولې لیکلي دي: «کله هم ویل شوي چې د میزایل جوړولو هدف څه دی؟ هدف یې مخنیوی دی. موږ میزایل جوړوو چې دښمنان راباندې برید ونکړي. په حقیقت کې میزایل د دښمنانو د میزایل د وېشتلو لپاره دي، نه زموږ د توغولو لپاره.»

د ایران دولتي تلویزون ویلي دي چې فتاح میزایل دا وړتیا لري چې د اسرائیل او امریکا د میزایول ضد پرمختللیو سیستمونو څخه تېر شي. په همدې حال کې د لویدیځ یو شمېر شننونکي وايي ایران د خپلو میزایلو د وړتیا په اړه مبالغه کوي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د بالستیکي میزایلو د پروګرام په اړه د موجوده اندېښنو له کبله له تهران سره د شوي تړون څخه ووت او په ایران باندې یې اقتصادي بندیزونه ولګول.

خو د جو بایډن حکومت هڅه کوي چې بېرته دغه تړون ژوندی کړي، مګر په دې اړه خبرې اترې په ټپه درېدلي دي. اسرائيل، چې د ایران د اتومي پروګرام مخالف دی، ویلي دي که دا ستونزه په خبرو حل نشوه، پوځي لاره به غوره کړي.