شاته

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد لوی زیان لیدلی او دوامداره بحران یې وده کمزورې کړې

نړیوال بانک وايي چې د سیمې هېوادونه او په ځانګړي ډول افغانستان له اقتصادي پلوه لوی زیان ګاللی او دوامدار بحران د دغه هېواد وده او پرمختګ کمزوري کړي دي.

نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ جون شپږمه (جوزا۱۶) په خپل تازه راپور کې د خوړو د نړیوال پروګرام په حواله ویلي دي چې په افغانستان کې بې وزلي حاکمه ده او د ناکافي عوایدو له کبله د دغه هېواد ۹۲ سلنه خلک کافي غذا نلري.

په دغه راپور کې همدغه راز ویل شوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ د جولاۍ د میاشتې په پرتله د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د لګښتونو [توکیو] د قیمت اندازه له دوو عددونو څخه ۱.۹ ته راټیټه شوې ده.

نړیوال بانک وايي چې په سوړ ژمي کې په دغه هېواد کې د عوایدو فرصتونه کمزوري شوي چې د کرنې، بیارغونې او نورو برخو د فعالیتونو د شاتګ لامل شوي، خو ویلي یې دي چې تمه ده د بهرنیو مرستو له ترلاسه کولو ورسته، په را روانو دوو کالونو کې د افغانستان اقتصادي وده مثبته شي.

طالبانو د ۲۰۱۲ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ او له هغه وروسته له دغه هېواد سره بهرنۍ مرستې بندې شوې او په اقتصادي کړکیچ کې ګېر شو. دا هېواد په بهرنیو مرستو تکیه و.

د لویدیځو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا اقتصادي بندیزونو او پرلپسې وچکالیو د افغانستان اقتصادي بحران نور هم زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو تنظیموونکې ادارې ویلي دي چې په روان کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس د افغانستان ۹۰ فیصده نفوس له فقر سره لاس او ګریوان دي چې ماشومانن په کې ډېر زیانمن دي.

د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق [یونیسف] وايي چې اټکل کېږي روان کال کې به ۲.۳ میلیون ماشومان د سوء تغذي له جدي ناروغۍ سره مخامخ شي او له دې ډلې به یې ۸۷۵زره به یې درملنې ته اړتیا ولري.

یونیسف تازه ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له میاشتې څخه نیولې د مارچ تر میاشتې پورې په جدي خوارځواکۍ [سوء تغذي] ۱۴۰زره ماشومان درمل شوي دي. دا سازمان وايي د دا ډول ماشومانو د درملنې لپاره اړتیاوې ورځې تر بل زیاتېږي.