شاته

که چین او امریکا په جنګ شي، دا تباهي به نړۍ ونشي زغملی - د چین دفاع وزیر

واشنګټن - د چین دفاع وزیر په سنګاپور کې د شنګریلا ډایلاګ په نوم د اېشیا سترې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي، که چرې امریکا او چین یو بل سره په جنګ شول نو دا تباهي به نړۍ ونه زغملې شي.

دغې غونډې ته دی نه مخکې د امریکا دفاع وزیر لایډ آسټن هم وینا کړې وه او ویلي یې وو د شخړو په ځای به خبرو ته ترجیح ورکوي.

په پوځي یونیفارم کې د چین دفاع وزیر دغه غونډی ته وویل، امریکا او چین جدا نظامونو باندې چلېږي او د یو بل نه نور هم ډېر مختلفه دي. خو دا چې دغه اختلاف دي دوی دې نه منع نه کړي چې د یو بل سره د دوه اړه خیزه تعلقاتو او جورې همکارۍ دپاره لارې ولټوي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د سنګاپور په غونډه کې لي شانګفو وویل، امریکا ته به د چین سره په تعلقاتو کې ثبات راوستلو دپاره اخلاص ښودل وي.

هغه پخپلو خبرو کې وویل: "چین د امریکا سره یو نوي قسم تعلقات جوړول غواړي. خو امریکا ته به د اخلاص ښودل وي، عمل او بیان یو شان کول وي، او نه یوازې چین بلکه د یو بل د پوځونو سره په شراکت داسې مربوط ګامونه اخستل وي چې په رابطو کې ثبات راشي او خرابوالې ختم شي. په تېرو څو کلونو کې د امریکا او چین تعلقات ډېر کمزورې شوي دي. او تاسو ټول به د دې حالاتو د اسباب نه خبر یې. دا دنیا دومره لویه ده چې د چین او امریکا په شان ملکونه په کې یو ځای وده کولی شي."

نن سبا د چین او امریکا ترمنځ روابط په لسیزو کې تر ټولو کمزوري دي. د دواړو ترمنځ د تایوان د خودمختارۍ د مسلې نه تر د جاسوسۍ او په جنوبي چین سمندر کې د واکدارۍ په مسله، په ټولو معاملو ډېر ژور اختلافات دي.

په دې کې ترټولو ستر اختلاف د تایوان په مستقبل دی. تایوان یوه خودمختاره علاقه ده خو بیجنګ یې د خپل اختیار دلاندې راوستل غواړي. او دې یرو هم زور نیولی چې چین په تایوان حمله کولی شي او امریکا به جنګ ته راوکاږي.

امریکا دفاع وزیر سېکرټري لایډ اسټن د خالي/شنبې په ورځ د سنګاپور دې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي وو، واشنګټن به د چین لخوا د خپلو ملګرو او ایتلافیانو سره د زور او جبر پرضد ودرېږي. او چین ته یې هم دا باور ورکړو چې امریکا د تایوان د حېثیت په هکله ژمن دی او د شخړو په ځای به خبرو ته ترجیح ورکړي.

ښاغلي آسټن وویل: "د امریکا په دې یقین دی چې چین سره او په خاصه توګه د پوځونو ترمنځ د خبرو اترو لاری خلاصې ساتل ضروري دي. د ذمه واره دفاعي مشرانو دپاره هر وخت د خبرو دپاره مناسب وي. چې څومره زیاتې خبرې کیږي نو غلط فهمیانې به ختمېږي."

چین او امریکا دواړو په دې سیمه کې د خپل اثر زیاتولو دپاره کوششونه روان کړي دي. او دواړه د یو بل سره ژور اختلافات هم لري.

د دې غونډې په موقع هم د چین دفاع وزیر د خپل امریکي هم منصب سره د لیدو خواست رد کړو. خو د جمعې په ورځ دواړو یوبل سره جوړتکړه ضرور کړي خو پېنټاګون وايي د دواړو ترمنځ هیڅ اهمې خبري ونشوې.

د شنګریلا ډایلاګ دا 20 غونډه د جمعې په ورځ په سنګاپور کې شروع شوه. او د دې مقصد د اېشیا پېسیفک په سیمه کې د چېلنجونو په ګوته کول او د امنیتي مسلو حل موندل وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور ځوانان د انځورونو د لارې د امن او ښکلا پېغام ورکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00