شاته

د ناټو مشر له ترکیې څخه وغوښتل چې ناټو کې د سویډن غړیتوب ویتو نکړي 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یکشنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۴) له انقرې وغوښتل چې د امریکا په مشرۍ دفاعي تړون کې د سویډن د شاملیدو له غوښتنې سره خپل مخالفت پریږدي. هغه هیله څرګنده کړه چې د ناټو تړون سره د سویدڼ د یوځای کیدو پروسه "ژر تر ژره" نهايي شي.

د لیتوانیا په پلازمینه ویلنوس کې د جولای په میاشت کې د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) د پلان شوي سرمشریزې دمخه پر اردوغان باندې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د منلو لپاره فشار زیات شوی دی. .

سټولټنبرګ له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو له نوي ټاکل شوي وزیر حاکان فیدان سره چې دمخه په استانبول کې د استخباراتو رئیس و، تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، په ناټو کې «غړیتوب به سویډن خوندي کړي، خو ناټو او ترکیه به هم پیاوړې کړي.»

هغه وویل: "زه د سویډن د غړیتوب [د پروسې] ژر تر ژره پای ته رسولو ته سترګې په لار یم."

سټولټنبرګ د شنبې په ورځ په پلازمینه انقره کې د نړۍ د لسګونو مشرانو په ګډون په شاندارو مراسمو کې د اردوغان د لوړې په مراسمو کې چې د پنځو نورو کلونو لپاره بیا وټاکل شو، ګډون وکړ.

د ناټو غړي ترکيې په پوځي تړون کې د سويډن د شاملېدو سره مخالفت ښودلی. ترکیه او هنګري د ناټو یوازني دوه غړي هیوادونه دي چې تر اوسه یې د سویډن د غړیتوب غوښتنه نده تصویب کړې.

سویډن او فنلند د لسیزو راهیسې پوځي ناپییليتوب خوشې کړ او پر اوکراین د روسیې د برید په ځواب کې یې د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د شاملیدو غوښتنه وکړه.

فنلنډ د اپریل په میاشت کې په رسمي توګه له ناټو سره یوځای شو.

انقره وايي پدې هکله هر ډول پرمختګ د سویډن په اقداماتو پورې اړه لري چې هغه کسان ترکیې ته وسپاري چې په ترهګرۍ او یا د اردوغان په وړاندې د ۲۰۱۶ په کودتا کې برخه اخیستې تورن دي.

ترکیه استدلال کوي چې سویډن د هغو کردانو د ورسپارلو په اړه کافي کار نه دی کړی چې انقره ورته د "ترهګرو" په سترګه ګوري.