شاته

د سګرټ نه څکول د سږو سرطان له کبله د مرګ خطر کموي- څیړنه 

د سږو سرطان په نړۍ کې د دغې ناروغۍ وژونکې بڼه او سګرټ څکول د سږو سرطان د پیدا کېدو لوی عامل بلل کېږي.

که څه هم په نړۍ کې د سګرټ څکوونکو د شمېر د کموالي سره د سږو سرطان په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم کم شوی، خو بیا هم په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات دی او ۷۵ سلنه یې له تشخیص پنځه کاله وروسته مړه کېږي.

په یوې نوې څېړنې کې ښودل شوي چې د سګرټو نه څکول او پرېښودل د سرطان په ناروغۍ باندې د اخته کېدو او له دې کبله د مړینې خطر کموي.

د هاروارډ پوهنتون استادې دیفید کرستیاني له خپلو همکارانو سره په ګډه له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د سرطان په ناروغۍ ۵۵۰۰ کسان تر څېړنې لاندې ونیول.

د دغې پلټنې له ګډونوالو څخه غوښتل شوي وو چې د خپل سګرټ د اعتیاد د تاریخچې په اړه په تفصیل سره معلومات ولیکي، ووايي چې په کوم عمر کې یې سګرټ څګل پیل کړي، د ورځې به یې څو سګرټ څکول او آیا اوس یې سګرټ څکل بند کړي دي او څومره وخت یې کېږي.

د دغه تحقیق نتایج څو ورځې مخکې د امریکا د طبي ټولنې په ژورنال کې خپاره شول. د دغه تحقیق د ټولو ګډونوالو له ډلې څخه یې ۳۳۰۸ کسانو په تېر وخت کې سګرټ څکلي وو، ۱۴۱۹ ګډونوالو د تحقیق په وخت کې هم سګرټ څکل او ۷۹۵ نورو یې بیا بیخي سګرټ نه وو څکلي.

د دغه تحقیق په موده کې د سرطان په ناروغۍ شاوخوا ۷۰ سلنه ناروغان مړه شوي. په دغه تحقیق کې محقیقونو ته معلومه شوه چې د سرطان په ناروغۍ اخته هغو کسانو کې د مرګ خطر ۶۸ سلنه زیات و چې سګرټ یې څکل او دا خطر بیا په هغو کسانو کې ۲۶ سلنه و چې سګرټ یې پرېښی و. دا مقایسه په سرطان د اخته هغو کسانو سره شوې چې هېڅ سګرټ یې څکلي نه وو.

د تحقیق د پایلو په اساس، د سږو په سرطان اخته هغو کسانو ډېر ژوند کړی، چې په دغې ناروغۍ د اخته کېدو له تشخیص وروسته یې سګرټ څکل پرېښي وو. او له تشخیص څخه وروسته هر څومره ژر، چې دغو کسانو سګرټ څکل پرېښي وو، په هماغه اندازه یې ژوند زیات کړی و.

د روغتیا د نړیوال سازمان د موندنو په اساس، تنباکو هرکال په نړۍ کې څه باندې اته میلیون کسان مړه کوي، په دوی کې ۱.۲ میلیون هغه کسان دي چې خپله سګرټ نه څکي خو د نورو د سګرټ لوګي تنفس کوي.

په نړۍ کې ۱.۳میلیارد خلک سګرټ څکي، چې څه باندې ۸۰ سلنه یې په بې وزلو او متوسط عاید لرونکو هېوادونو کې دي.