شاته

اسټن: د شخړې د مخنیوي لپاره د چین سره د خبرو بیا پیل کول "اړین" دي 

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ اسټن د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) وویل چې د چین سره د خبرو اترو بیا پیل کول "اړین" دي ترڅو د "غلط فهمۍ" مخنیوی وشي چې کیدای شي د دواړو زبرځواکونو ترمینځ د شخړې لامل شي.

متحدو ایالتونو د چین دفاع وزیر لي شنګفو ته بلنه ورکړې چې په سینګاپور کې د دفاعي سرمشریزې په څنډه کې له خپل امریکایي سیال سره وګوري، خو پنټاګون وویل چې بیجینګ دا بلنه رد کړه.

د چین د پلاوي یو غړي د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د چین پر دفاع وزیر د امریکا د بندیزونو لرې کول له امریکا سره د خبرو لپاره د چین لومړنی شرط دی.

لوید اسټن په دې وروستیو کې ویلي، متحده ایالات په دې باور دي چې له چین سره د مستقیم تماس کرښه رامینځته کول په ځانګړې توګه د امریکا او چین د پوځي او دفاعي مشرانو ترمنځ خورا مهم دي.


اسټن وویل: "هرڅومره چې موږ زیاتې خبرې وکړو، په هماغه اندازه د غلط فهمۍ او غلطو محاسباتو څخه مخنیوی کوو چې د [دوو زبرځواکونو ترمینځ] د بحران او شخړې لامل کیدی شي."

د امریکا د دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ په خپله وينا کې وويل، چين لیوال ندی چې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د کړکېچ د مديريت لپاره د يو ښه ميکانيزم په جوړولو کې جدي ګډون وکړي او دا حالت د واشنګټن لپاره د ژورې اندېښنې لامل دی. خو هغه هیله څرګنده کړه چې دا وضعیت به ژر بدل شي.

د چین د دفاع وزیر لی شانګفو، چې ټاکل شوې د نن د شنبې په ورځ په سینګاپور کې دفاعي سرمشریزې ته وینا وکړي، په ۲۰۱۸ کال کې د روسي د وسلو د پېرلو په خاطر د امریکا د بندیزونو هدف شو، خو پنټاګون وايي، دا بندیزونه ددې لامل نه کیږي چې له چینايي سیال سره د لویډ اسټن د تعامل مخه ونیسي.


په وروستيو کلونو کې د واشنګټن او بېجينګ ترمنځ اړيکې د بېلابېلو مسايلو پر سر خرابې شوې دي.

دوه اړخیزه سوداګریزه شخړه، د چین په شین ژیانګ سیمه کې د لږکیو په ځانګړې توګه د اویغور مسلمانانو له حقونو څخه سرغړونه، په هانګ کانګ کې د چین د سختو قوانینو پلي کول، د تایوان په اړه د چین دریځ او له تایوان څخه د امریکا ملاتړ او د چین په جنوبي اوبو کې شخړې چې د سیمې یو شمېر هېوادونه یې د ملکیت ادعا کوي، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د اړیکو د خړپړتیا له اصلي عاملونو څخه دي.