شاته

سعودي عرب دوه بحریني وګړي د تندلاریتوب په قضیو کې اعدام کړل – غبرګونونه

اېسوسیټډ پرېس - سعودي عرب وایي، د ګل/دوشنبې په ورځ یې دوه بحریني نارینه اعدام کړي چې یوې تندلارې ډلې سره یې تعلق ساتلو او غوښتل یې د منځني ختیځ دوه سلطنتي ملکونو کې عدم استحکام راولي.

د بشري حقونو ډلو – په شمول د اېمنسټي انټرنېشنل – په دغو کسانو باندې شوې عدالتي کاروایۍ ډېرې زیاتې غیرمنصفانه بللي او ورباندې یې تنقید کړی دی.

د سعودي عرب د داخله وزارت په اعلامیه کې چې د سعودي د سرکاري خبري ادارې لخوا خوره شوې ده، د اعدام کړی شوو کسانو نومونه جعفر سلطان او صادق ثامر یاد شوي دي.

د سعودي عربستان د داخله وزارت په بیان کې ویلی شوي چې د جرمونو یو ځانګړي عدالت حکم وکړ چې دغه دوه کسان د یوې تندلارې ډلې غړي و کوم چې د افراتفرۍ په خورولو او د چاودېدونکو موادو په سمګلېنګ کې لاس لري. سعودي عربستان دا هم ویلي چې د ډلې مشر داسې یو کس دی چې د بحرین چارواکي هم ورپسې ګرځي.

د سعودي عرب په اعلامیه کې د ډلې نوم نه دی ښودل شوی، مګر تر دې وړاندې هغه ملک ملګرو ملتونو ته ویلي و چې دغو کسانو ته په بحرین کې، د دوی په غیاب کې د عمرقید سزاګانې ټاکلې شوې وې او شهریت یې هم ورنه اخېستلی شوی و.

سعودي عرب ویلي چې دا دوه وګړي د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې، د بحرین او سعودي ترمنځ لاره کې ګرفتاره کړی شوي و او ورسره یوولس کڅوړې آر ډي اېکس چاودېدنکي مواد هم و چې وزن یې اته دېرش (۳۸) کلوګرامه و، پنځوس (۵۰) د بم چاودنې یا ډېټونېټنګ کېپسولز او د چاودنې مزی یا ډيټونېشن کورډ هم ورسره و.

په دې کسانو باندې د کال ۲۰۲۱ په اکټوبر میاشت کې عدالتي کاروایي وشوه او سزا ګانې ورته واورول شوې. اېمنسټي انټرنېشنل په دې کاروایۍ تنقید وکړ او زیاته یې کړه چې په هغو باندې "په بحرین کې حکومت ضد مظاهرو کې د برخې اخېستلو" تورونه هم لګېدلي و.

اېمنسټي انټرنېشنل د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې پخپل بیان کې ویلي و: "جعفر او صادق د تحقیقاتو او د عدالتي کاروایۍ نه مخکې د حراست په وخت کې هېڅ قانوني وکیل ته رسایي نه درلوده. د عدالت د دستاوېزاتو ترمخه، هغو عدالت ته ویلي و چې شکنجه شوي او هغه څه چې اعترافات بللی شوي، هغه ورنه د شکنجو په زور اخېستل شوي و."

مګر سعودي عرب د شکنجې کولو دا تورونه "بالکل بې بنیاده" بللي دي.

یاد دوه تنان د سعودي عرب په ختیځه صوبه کې چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه مذهبان دي، اعدام کړی شوي دي.

بحرین، چې په فارس خلیج کې د سعودي عرب شمال اړخ ته یو وړوکی ملک دی، په فوري توګه سعودي عرب کې د دې دوو تنو په اعدام کېدو څه بیان نه دی جاري کړی. د کال ۲۰۱۱ د حکومت ضد مظاهرو وروستو، بحرین په ټيټه کچه د تندلارو ډلو د یاغي ګرۍ سره مخ شوی دی.

په بحرین کې د حقونو او جمهوریت انسټیټیوټ مشر، سعید احمد الوداعي د دې تېزندۍ کولو په سر، په بحرین او سعودي عرب دواړو باندې نیوکې کوي. هغه وایي:

"د سعودي مشرتابه داسې احساس کوي چې کله هغوی کسان شکنجه کوي او اعدام کوي یې، نو دوی به د هېڅ قسمه نتایجو سره نه مخ کیږي. د بحرین رژیم هم په دې کې قصوروار دی ځکه په دې کې ناکامه شوی چې د خپلو شهریانو د ژوند په ژغورلو کې اقدام وکړي، او سعوديانو ته د رضایت علامت ورکوي چې هغوی اعدامونه ترسره کړي."

سعودي عرب د دنیا یو له هغو ملکونو څخه دی چې تر ټولو زیات کسان اعداموي. په سعودي عرب کې اعدام، اکثره د سرغوڅ کولو په طریقې ترسره کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا د قرضونو حد لوړولو په اړه امید زیات شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00