شاته

قبایلي ضلعه مهمند کې د ترهګرو برید کې ژوبل شوي پولیس عسکر هسپتال کې ساه ورکړه

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعه مهمند کې اوړمه ورځ د ترهګرو په برید کې ژوبل شوي پولیس عسکر جمشید په هسپتال کې ساه ورکړې ده.

پولیس عسکر جمشید اوړمه ورځ د مهمند قبایلي ضلعې د صافي تحصیل په قندهارو امان غونډۍ چیک پوسټ د ترهګرو په یو برید کې سخت ژوبل شوی و.

د ترهګرو په برید کې تر ژوبل کیدو وروسته هغه د علاج لپاره د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوی ؤ خو د زیاتو زخمونو توان یې رانه وړو اؤ د ګل یا دوشنبې په ورځ یې ساه ورکړې ده.

د وژل شوي پولیس عسکر جنازه د ګل په ماښام د پېښور په پولیس لاین کې شوې چې په کې د صوبې د پولیسو مشر اؤ نورو لوړ پوړو پولیس چارواکو برخه درلوده.

د جنازې په مهال د وژل شوي عسکر د کورنۍ غړو سره خپلو خبرو کې د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډاپور ویلي چې د ترهګرو برید برید کې د وژل شوي عسکر وینه به ضایع کیدو ته نه ورکول کیږي اؤ دهغه د وژنې بدل به اخستل کیږي.

د پولیسو مشر ویلي دي چې پولیس فورس د خپلو ځوانانو قربانیو ته په درنه سترګه ګوري اؤ ژمنه کوي چې دخاورې اؤ وطن دښمنان به دقانون منګولو ته راکش کوي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې په کې ګڼ شمیر پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي خو دپښتونخوا پولیس هم بیا دعوه کوي چې دترهګرو پرضد یې یو شمیر بریالي عملیات کړي اؤ ګڼ شمیر ترهګر یې نه یوازې وژلي بلکې ژوندي یې هم نیولي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې دخېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي.

رپورټ کې ویل‌ شوي وؤ چې په نیول شوؤ ترهګرو کې 15 هغه خطرناک ترهګر هم شامل دي چې صوبایي حکومت یې په سرونو انعامونه هم ویستي وؤ.

دغه رپورټ وایي سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی.

رپورټ کې دعوه شوې چې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی.

د پولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا د قرضونو حد لوړولو په اړه امید زیات شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00