شاته

تهرپارکر: د هندو بزرګ مېلې ته په روانو کسانو تندر غورځېدلی، 6کسان مړه شوي، 8 ژوبل

د پاکستان د سیند صوبې په وروستو پاتې سیمه تهرپارکر کې د تندر غورځېدو له امله شپږ کسان مړه شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې، دا پېښه د ګل یا دوشنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوې چې د تهرپارګر د مټهي سیمې نه ګڼ شمیر د هندو مذهب پیرویان ویړجهب سیمې ته د هندو بزرګ فقیر پار برهم مېلې ته په سخت باران اؤ طوفان کې روان وؤ.

رسنۍ وایي دغه میلې ته د پیاده روانو قابو 100 کسانو په کاروان اسماني تندر غورځېدلی چې په کې وړومبی درې کسان مړه شوي اؤ نور ګڼ شمیر ژوبل شوي وؤ اؤ وروسته بیا په هسپتال کې درېوؤ نورو ژوبلو کسانو هم ساه ورکړې ده.

په پېښه کې ژوبل کسان د مټهي سول هسپتال د علاج لپاره رسول شوي .

پولیسو ویلي کله چې دا کسان میلې ته روان وؤ نو په لاره کې سخت باران اؤ طوفان راګیر کړي وؤ اؤ د مهټي سیمې سره نزدې کلي ساتار کې یې پړاؤ اړی ؤ چې دغلته پرې تندر راپریوتی دی.

پېښه کې د مړو شوؤ دریوؤ کسانو پېژندګلو د سنتوش سوني، ګوپو سوني اؤ وویک لوهانه په نومونو شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا د قرضونو حد لوړولو په اړه امید زیات شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00