د عمان سلطان په سفارتي او امنیتي چارو د خبرو دپاره ایران ته رسېدلی
د عمان سلطان هېثم بن ال سعید د ایران په دوه ورځني سفر تهران ته رسېدلی او د ایران سرکاري مطبوعات وايي هغه به د ایراني مامورینو سره په سيمه ایزو سفارتي او امنیتي چارو خبرې کوي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، سلطان هېثم بن ال سعید د اتوار، يکشنبې، په ورځ په داسې حال کې ایران ته ورسېدو چې دوه ورځې مخکې د عمان په منځګريتوب ایران او بېلجیم د یو بل د قیدیانو تبادله وکړه.
روېټرز وايي ایران او مغربي ملکونه د ډیر وخت راهسې د عمان دلارې یو بل سره خبرې کوي او د عمان په کوښښونو ګڼ شمېر غیر ملکي قیدیان ازاد شوي دي.
د جمعې په ورځ د عمان په کوښښونو د بېلجیم هغه امدادي کارکونکي ازاد کړی شوی چې په ۲۰۲۲ کې ګرفتار شوی و او د جاسوسي په الزام ورته د ۴۰ کاله قید او د ۷۴ درو سزا اورول شوي وه.
د دې په بدل کې هغه ایراني سفارتکار ازاد کړی شو په فرانس کې پې د ناکامه بم سازش په الزام ۲۰ کاله د قېد سزا اورول شوې وه.
روېټرز وايي په لسګونو غیر ملکيان یا غبرګ شهریت لرونکي کسان د جاسوسۍ او امنیت سره تړلي الزاماتو په سر د ایران په زندانونو کې دي. د انساني حقونو تنظیمونه دغه ګرفتاریو غندنه کوي، وايي ایران مغربي ملکونو نه ریاعتونه اخیستلو دپاره د مغربي ملکونو په شهریانو بې بنیاده الزامات پورې کوي خو تهران دا خبره ردوي.
د ایران سرکاري مطبوعاتو وویل هېثم د ایران صدر ابراهیم رييسي سره ولیدل او ورسره يې د ایران او د مصر کړکېچنو تعلقاتو او د ایران د لانجمن اېټمي پروګرام په شان مسلو يې ورسره خبرې وکړې.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي