شاته

امریکې په جنګونو کې د وژل شویو خپلو عسکرو د یادولو ورځ ولمانځله

امریکې د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغو عسکرو د یادولو او ورته د پېرزونو ورځ یا مېمورییل ډی ولمانځله چې د قوم په خدمت کې وژل شوي دي.

د مېمورييل ډي په مناسبت به د امریکې صدر جوبایډن د واشنګټن سره نژدې په ارلنګټن نېشنل سېمېټري یا قومي هادیره کې د نامعلومه پوځي عسکر په قبر ګلونو ږدي او تقریر به کوي.

د ارلېنګټن په نېشنل سېمېټري کې قریباً څلور لکه پخواني عسکر او د کورنۍ ځینې غړي يې ښخ دي.

د مېمورييل ډی په مناسبت صدر بایډن تېر کال ویلي وو چې د یو قام په حېث د پخوانیو عسکرو د یادولو او په دې اړه د فکر مقدسه فریضه ادا کوي.

امریکا د تېرو ۱۵۵ کلونو راهسې مېمورييل ډی لمانځي. دا ورځ هر کال د می د میاشت د ګل، دوشنبې، په اخیرۍ ورځ لمانځل کېږي.

دا ورځ په لومړي ځل په ۱۸۶۸ د سېول وار یا د خانه جنګۍ د ختمېدو نه پس لمانځل شوي وه. سل کاله وروسته مېمورييل ډی په قامي کچه د رخصتۍ ورځ وټاکل شوه.

د مېلېټري ډاټ کام وېب پاڼې ترمخه په کال ۱۷۸۳ کې د رېولوشنري وار یا د جنګ انقلاب د ختمېدو نه د پس ۶۴۶۰۰۰ امریکايي عسکر په جنګونو کې وژل شوي او ۵۳۹۰۰۰ نور عسکر د غیر جنګي عواملو له امله مړه شوي دي.

که څه هم په واشنګټن او د ښار چارپيره مېمورييل ډی په مناسبت د سنجیده دستورو انتظام کېږي خو په عمومي توګه په دې ورځ د کورنۍ غړي او ملګري رایوځای کېږي، پارکونو او ساحلونو ته ورځي او باربي کیو یا غوښې وريتوي. د مېمورييل ډی په مناسبت په لکونو امریکایان سفرونه هم کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا د قرضونو حد لوړولو په اړه امید زیات شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00