شاته

روس د امریکايي سېنېټر د ګرفتارۍ احکامات جاري کړي

په اوکراین کې د جنګ په اړه د امریکايي سېنېټر لېنډزي ګرېم د وېنا په سر د روس داخله وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغه د ګرفتارۍ احکامات یا وارنټ جاري کړو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د هغه ملاقات په اېډېټ شوي وډیو کې چې د زېلېنسکي دفتر جاري کړی و، ګرېم وویل روسیان مړه کېږي او اوکراین سره د امریکې پوځي مرسته په بهترینه توګه مصرف شوي پېسې دي چې هغه ليدلي دي.

لېنډزي د ساوت کېرولاینا ریاست نه د ريپبلېکن پارټۍ د امریکې د سېنېټ غړی دی.

د ای پي رپورټ وايي که څه هم ګرېم دغه خبرې زېلېنسکي سره په مذاکراتو کې په نورو برخو کې کړي دي خو د زېلېنسکي دفتر چې کومه وډیو شایع کړي په کې دغه سېنېټر خبرې د یو بل سره دي چې په روس کې يې قهر راپارولی دی.

د روس صدر ولادېمير پوټن ترجمان دمتیري پېسکوف د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل د امریکې دپاره دې نه د زیات شرم تصور بل نه شي کېدی چې داسې سېنېټر ولري.

د جرمونو د تحقیقاتو دپاره د روس د حکومت تر ټولو لوی ادارې دي انوېسټيګېټیو کميټي د ګرېم په اړه تحقیقات شروع کړل او د دې وروسته د داخله وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغه د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړو.

ګرېم د امریکې د کانګرس په هغو ۲۰۰ غړو کې شامل دی چې تېر کال پې روس هېواد ته د ورتګ پابندي لګولې ده.

ګرېم په ټوېټر وویل په دې خبره خوښي محسوسوي چې اوکراین سره د هغه ژمنې د پوټن د حکومت قهر راپاروي.

ګرېم وویل تر هغه وخت پورې به د اوکراین د ازادۍ حمایت کوي تر څو چې روسي عسکر د اوکراین نه ويستل شوي نه وي. هغه وویل د اعزاز په څېر به د پوټن د "غیر اخلاقي حکومت" د ګرفتارۍ وارنټ لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا د قرضونو حد لوړولو په اړه امید زیات شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00