شاته

په کوسوو کې د صربيانو سره په شخړو کې د نېټو په مشرۍ 25 امن ساتونکي زخمیان شول

واشنګټن - په کوسوو کې د نېټو په مشرۍ امن ساتونکو ځواکونو (کې اېف او آر) د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د هغو پنځه ویشت (۲۵) عسکر د کوسوو په شمال کې د صربیانو سره په شخړو کې زخمیان شوي دي. د دوی په وینا، دا عسکر هغه وخت زخمیان شول چې صربي نسله وګړو غوښتل د یوې بلدیې په دفترونو باندې قبضه ولګوي، ځکه تېره هفته بلدیاتي عهدو باندې هلته البانیایي نسله کسان وټاکل شول. امن ساتو ځواکونو د هغو مخه نیوله چې شخړه وشوه او عسکر زخمیان شول.

د خبر ترمخه، صربیانو د ګل/دوشنبې په سهار په زوېکان سیمه کې چې د سرښار پرېسټینا نه پنځه څلوېښت (۴۵) کلومټره لېرې شمال پلو ته پرته ده، د پولیسو سره شخړه پیل کړله. د غرمې نه وروستو، امن ساتونکو عسکرو په صربي وګړو غږ وکړ چې د کوسوو د سپیشل پولیس فورس دوو ګاډو دپاره دې لاره پرانیزې.

د ځایي رسنیو او د یو ګواه په حواله، د هغه نه پس عسکرو اوښکې بهوونکی ګېس او سټن ګرېنېډ استعمال کړل چې په ګاډو کې ناست د کوسوو د آفیسرانو تحفظ وکړي او مظاهره چیان خواره واره کړي. مګر هلته کې راغونډ شوو صربیانو، دوی په تیږو او نورو شیانو وویشتل.

د نېټو ترمشرۍ لاندې د امن ساتونکو ځواکونو یا کې اېف او آر په یو بیان کې راغلي دي: "د کې اېف او آر ډلې څو تنه ایټلین او هنګرین عسکر، به ناحقه د حملو ښکار شول او د هډوکو د ماتېدو او د مشتعل کېدونکو آلو د چاودنې له کبله یې په بدنونو باندې د سوځېدو په شمول زخمونه پیدا شول.

په دې شخړه کې د کوسوو پولیسو ګاډي او یو هم د خبریالانو ګاډي ته نقصان رسېدلی دی. په تصویرونو کې لیدلی کیږي چې صربي نسل پرستانو په ګاډو باندې سیمبولونه رسم کړي دي.

کوسوو په کال ۲۰۰۸ کې د بلګېراډ نه خپله آزادي واخېستله. اوس چې هلته بیا د تشدد او نسلي شخړو یرې زیاتې شوي، د صربیا پوځ په آماده باش حالت کې راوستل شوی او خپل لا زیات عسکر یې د کوسوو سرحد ته ورلېږلي دي.

کوسوو او صربیا د لسهاوو کلونو راهېسي دښمنان پاته شوي دي، او صربیا د کوسوو د آزاد ریاست د منلو نه انکار کړی دی.

امریکا او یورپی اتحاد خپل کوششونه سېوا کړي چې د کوسوو او صربیا ترمنځ شخړه هواره شي، ځکه یو اړخ ته په اوکراین کې د روس جګړه روانه ده، او بل طرف ته مغربي ملکونه دا نه غواړي چې د یورپ په یوه بله سیمه کې دې هم د جنګ اور بل شي. یورپي اتحاد په واضحه توګه صربیا او کوسوو ته ویلي چې هغوی غواړي په یورپي اتحاد کې ورشامل شي، نو ورته په کار ده خپل تعلقات معمول کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا د قرضونو حد لوړولو په اړه امید زیات شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00