شاته

کوم هېوادونه قوي پوځي ځواک لري؟

د ګلوبل فایر په نامه ویبپاڼې د پوځي ځواک په اساس په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ هېوادونه درجه بندي کړي دي. د ځواکونو شمېر، لګښتونه، جغرافیه او تر لاس لاندې منابع د دغې درجه بندۍ اساسات او شاخصونه دي.

۱- د امریکا متحده ایالتونه په دغې درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، چې پوځي بودیجه یې ۷۶۱.۷ میلیارد ډالر ده. دا هېواد ۹۲ جنګي بېړۍ، ۱۱ الوتکې لېږدوونکې بېړۍ، ۱۳۳۰۰ الوتکې او ۹۸۳ بریدکوونکې څرخي الوتکې لري. متحده ایالتونه همدغه راز د نړۍ پرمختللې تکنالوژۍ هم په واک کې لري. امریکا په ۲۰۲۳ کال کې ۱.۳۹ میلیون فعال پوځي منسوبین او ۴۴۲زره احتیاطي منسوبین درلودل.

۲- روسیه د دغې ویبپاڼې په اساس په نړۍ کې دویم لوی پوځي قدرت دی. دغه هېواد تېرکال په اوکراین باندې پوځي یرغل پیل کړ او سره له دې چې په دغې جګړې کې یې پوځي اومالي زیانونه او ماتې وګالل، خو دا ویبسایټ وايي چې روسیه د ۲۰۲۳ د جنورۍ تر میاشت پورې ۴۱۰۰ پوځي الوتکې لرلې.

د سویډن د سولې تحقیقاتي او فکري انستیتیوت د روسیې پوځي لګښتونه ۷۶.۴ میلیارد ډالر اټکل کړي دي.

۳-چین چې په نړۍ کې درېیم لوی پوځي ځواک ګڼل کېږي لا هم د خپل هوایي او سمندري ځواکونو د وړتیا په لوړولو بوخت دی. د دغې ویپاڼې د معلوماتو په اساس، که چین د خپل پوځ د غښتلي کېدو بهیر همدغسې روان وساتي، ممکن ژر د امریکا د متحدو ایالتونو د سرسخت رقیب او دښمن په توګه بدل شي. په راپور کې ویل شوي دي چې چین د ۲۰۲۳ د اپریل تر میاشت پورې د نورو پوځي امتیازاتو او امکاناتو ترڅنګ، ۵۰ جنګي بېړۍ او ۷۸ جنګي اوبتلونه درلودل. د چین پوځي بودیجه نژدې ۲۳۰ میلیارد ډالر اټکل شوې ده. چین د پوځي ځواک له پلوه روسیې ته نژدې شوې او ممکن ژر د روسیې ځای ونیسي. د چین د فعالو پوځي منسوبینو شمېر نژدې څلور میلیون ښودل شوی دی.

۴-هند بیا د پوځي ځواک په دغې درجه بندۍ کې څلورم مقام لري او نژدې ۱.۵ میلیون ځواکونه لري. د هند پوځي بودیجه په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۸۱.۵ میلیارد ډالر اټکل شوې وه. هند نژدې ۵.۱۴ میلیون فعال پوځي منسوبین لري.

۵-بریتانیا په دغه لست کې پنځم مقام لري. د ګلوبل فایر په راپور کې، انساني ځواک، هوايي قدرت، قوي مالي بنسټ او الوتکې لېږدوونکې بېړۍ د بریتانیا د پوځ مهم اساسات دي. بریتانیا، چین، ایټالیا او هند دوې دوې الوتکې لېږدونکي بېړۍ لري. د بریتانیا دفاعي لګښتونه ۵.۶۸ میلیارد ډالر اټکل شوي دي.

۶-د ګلوبل فایر ویباڼې شمالي کوریا د پوځي واک او ځوک له پلوه په نړۍ کې شپږم هېواد ګڼلی دی. له جنوبي کوریا سره د دغه هېواد شخړو ته په کتو د شمالي کوریا دا مقام د تعجب وړ نه دی. په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر میاشت پورې شمالي کوریا ۱۳۳زره زغروال موټرونه او ۷۳۹ هلیکوپترونه درلودل.

۷-پاکستان چې تېرکال د پوځي ځواک له پلوه په نړۍ کې نهم مقام لره، د دغه راپور په اساس په ۲۰۲۳ کال کې اووم مقام ته رسېدلی دی. د ګلوبل فایر په راپور کې ویل شوي دي چې د روان کال د جنورۍ تر میاشت پورې پاکستان څه باندې ۳۷۰۰ ټانګونه، ۱۴۰۰ الوتکې، نهه اوبتلونه، او ۶۵۴زره فعال پوځي منسوبین درلودل.

د ګلوبل فایر د ویبسایټ په دغې درجه بندۍ کې د افغانستان بل ګاونډی ایران په نړۍ کې اوولسم مقام او اسرائیل بیا اتلسم مقام لري.