شاته

د چنای لوبډلې د پنځم ځل لپاره د آی پي ایل سیالیو اتلولي وګټله

د هند د ملي لوبډلې مخکني کپتان مهندرا سینګ دوهني د کپتانۍ لاندې د چنای سوپر کنګز لوبډلې دوشنبه مې ۲۹ (غرګولي۸) د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو په وروستۍ لوبې یا فاینل کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره یې ددې سیالیو اتلولي وګټله.

سره لدې چې ټاکل شوې وه د فاینل دا لوبه د یکشنبې په ورځ شوې وی خو د باران له کبله دوشنبې ته وځنډیده.

د ګجرات لوبډلې په شلو اورونو کې ۲۱۴ منډې کړې وې خو د باران له کبله چې د لوبې د ځنډ سبب هم شوه د چنای لپاره هدف په ۱۵ اورونو کې ۱۷۱ وټاکل شو.

د چنای لوبډلې د لوبې په وروستیو دوو توپونو کې لسو منډو ته اړتیا درلوده او د هند ملي لوبډلې کیڼ لاسي لوبغاړي رویندرا جدیجا یوه شپږیزه او یوه څلوریزه ووهله او لوبه یې وګټله.

د هند احمد آباد په لوبغالي کې پای لوبه د شپې په ۱:۳۰ بجه پای ته ورسیده.

دا ښایي د دوهني وروستی ځل وي چې د هند غوره لیګ په سیالیو کې لوبه کوي. هغه چې ۴۱ کاله عمر لري، د آی پي ایل په سیالیو کې یې ۲۵۰ لوبې کړیدي.