شاته

په جنوبي وزیرستان کې د یو تن د وژنې او نورو د نیولو ضد احتجاج روان دی

د افغانستان پولې ته څنګ ته پرتې د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان ضلع کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ځایي خلکو نیولو او د یو بندي تن د دوی په بند کې تر وژل کېدو پرضد ځایي اوسېدونکو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو احتجاجي پرلت پېل کړی چې نن په دریمه ورځ دوام لري.

په احتجاجي پرلت کې وژل شوي تن ته انصاف ترلاسه کېدو سره د عملیاتو پرمهال د عامو خلکود ځورولو بندولو غوښتنې کیږي.

د جنوبي وزیرستان انتظامي او پوځي چارواکي وایي د ځایي ملکانانو د لارې یې د احتجاج کوونکو سره خبرې پېل کړې او غوښتنې یې اورېدلې دي.

احتجاج کوونکي وایي د عملیاتو په پایله کې امنیتي ځواکونه د خلکو په کورونو چاپې وهي، ځوروي یې او د ګرفتارۍ پرمهال تشدد پرې کوي.

دوی په خېسور سیمه کې پوځي قلعې مخې ته پرلت وهلی دی او وایي په دې ورستیو کې یې لومړی دوه او بیا درې کسان نیولي او په بند کې په هغوی سخت تشدد شوی چې پکې یو ځایي تن ګل ولي وژل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وویل دغه د ترهګرو سره د مرستو یا سهولت کارۍ په تور نیول شوي چې پکې یو تن خوشی شوی او د نورو نه پلټنې روانې دي او که جرم یې کړی وي سزاګانې به ورکوي او که نه یې وي کړی هغه به خوشی کړي.

په سیمه کې امنیتي ځواکونو او انتظامیې د ګل ولي وژنې په اړه څه نه دي ویلي خو پولیس وايي، ګل ولي د پوځ په بند کې ځان وژنه (خودکشي) کړې ده.

د وژل شوي تن ګل ولي ورور حاجي بابري مسید وي او اې ډیوه ته وویل په 15 مې پوځي سرتېرو د هغه ورور سره د دوه نورو کسانو د خپل کور نه نیولي او په 20 مې دوی ته وویل شو چې هغه ځان وژنه کړې او واڼه سیمې کې پولیسو روغتون ته وړی چرته چې د هغه مړی پروت دی.

هغه وویل ورور یې بې ګناه دی مزدور خوار کښ وو، هیڅ قسمه ناامنۍ کې يې لاس نه لرلو او بل په بند کې به یې ځانه وژنه څنګه کوله؟.

هغه وایي په ورور په بند کې تشدد شوی او وژل شوی دی اوس د انصاف د پاره قوم ته راغلی چې د ورور تپوس دې وشي.

د ضلعې پولیس ویلي، د طبي معاینه (پوسټ مارټم) د رپورټونو له مخې ښکاري چې هغه ځان وژنه کړې خو نور مالومات یې نه دي ورکړي چې ځان وژنه یې په څه ډول کړې یا ولې کړې ده؟.

د ضلعې د پولیسو مشر شبیر حسېن تیره ورځ مشال راډیو ته ویلي وو چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

بل لور ته په خېسور سیمه کې پوځي قلعې مخې ته د دغه پېښې پرضد ځایي خلک به دریمه ورځ په احتجاجي پرلت ناست دي احتجاج کوونکي وایي ګل ولي‌ ځان وژنه نه ده کړې او تور پورې کوي هغه د امنیتي ځواکونو په بند کې وژل شوی دی.

دوی د ګل ولي د مرګ په پېښه کې د ککړو کسانو په ضد د کاروایي کولو غوښتنه کوي.

د پرلت ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال بلال پشتین وویل د چاپو په ترڅ کې پوځ بې پوښتنې د خلکو په کورونو ننوځي، ګرفتاري وي او ګرفتارۍ پرمهال سخت تشدد پرې کوي.

هغه وویل په صوبه کې تر شامیلېدو وروسته د پولیسو او عدالتي نظام دغلته غځول شوی او که څه ستونزه وي نو پولیس دې کاروایي کوي. نیول شوي کسان دې د قانون سره سم عدالتونو ته وړاندې کوي او د دغه لاقانونیت مخه دې ونیول شي.

یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل په صوبه کې د ایکشن اېن اېډ اف سېول پاور په نوم قانون پوځ ته د خلکو د نیولو او په خپلو عقوبت خانو کې د ساتلو واک ورکوي.

دغه لنډمهاله قانون یا ارډېننس په 2011 کې جوړ شوی وو چې له مخې یې امنیتي ادارې د قبایلو سیمو سره تړاو لرونکي مشکوک کسان په حراستي مرکزونو کې ساتلی شي.

د جنوبي وزیرستان د انتظامیه مشر اشفاق خان ویلي احتحاج کونکو سره د ځایی ملکانانو به مینځګړیتوب خبرې پېل کړې او غوښتنې یې اورېدلي دي.

وروستي راپورونه وایي تېره ورځ د جنوبي وزیرستان نه د سېنټ پخواني غړي صالح شاه په مشرۍ د سرکاري ملکانانو یو پلاوي احتجاج کونکو سره لیدلي دي.

بلال پښتین وویل په دې پلاوي کې د سرویکی او لدها سب ډیژن اسسیټنټ کمیشنران موجود وو او په دغه ستونزو سره غږېدلي او دوی ته یې درې غوښتنې وړاندې کړې یو دا چې د ګل ولي کورنۍ سره دې انصاف وشي او د هغه په "وژنه" کې ککړ کسان دې مالوم کړي او سزګانې دې ورکړي. دویم، د سیمې اوسېدونکي دې عملیاتو پرمهال نه ځورول کېږي. دریم دا چې چې نیول شوي نور کسان دې په فوري توګه خوشي کړل شي.

د حکومتي پلاوي په وینا د دوی غوښتنې شریک کولوپه اړه به د پوځي چارواکو سره ویني او چې له هغه ځایی نه څه ځواب اویل شي هغه به احتجاج کوونکو سره شریک کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00