شاته

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره غورځېدلې يو ډالر د 306 روپو نه سېوا شوی

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د ډالر بيه 306 روپو ته رسېدلې او د پاکستان مرکزي بېنک وايي، په انټربېنک مارکيټ د ډالر بیه 278 روپۍ ده، خو په پرانستي مارکيټ کې ډالر 306 روپو ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکی اتحاديه وايي په پاکستان کې يو درېم غېر قانونه مارکيټ هم جوړ شوی چې پکې د انټربېنک مارکيټ او پرانستې مارکيټ نه علاوه امريکايي ډالر په ګرانه بيه خرڅيږي.

په خېبرپښتونخوا کې د پېسو د بدلوونکو د اتحادیې عمومي سېکتر امجد خان وايي، د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] لخوا پاکستان ته پور نه ترلاسه کيږي او په ملک کې د سياسي بې ثباتۍ له امله د پېسو مارکيټ د فشار سره مخ دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، نن د نهې په ورځ په پرانستي مارکيټ کې د پاکستانۍ روپۍ او ډالر ترمنځ فرق 20 روپو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه په انټربېنک مارکيټ کې د ډالر بيه د 287 نه واخله 288 پورې ده او په پرانستي مارکیټ کې د ډالر بيه د 306 روپو نه سېوا ده.

نوموړي وويل، خو بل درېم يا تور مارکيټ هم جوړ شوی چې پکې ډالر په ګرانه بيه خرڅيږي د حکومت سره رجسټرډ کمپنو ته څوک ډالرې نه راوړي او د هغې سره ډالرې کمې شوي دي.

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] وايي نن د نهې په ورځ په انټر بېنک مارکیټ کې د ډالر بيه 287.15 روپۍ وه او تېره ورځ په انټربېنک مارکيټ کې د ډالر بيه 286.56 روپۍ وه او نن په دې کې 0.26 فیصده کمی راغلی دی.

نن د پاکستان د ونډو بازار هم 0.20 فيصده راکم شوی او د اخري معلوماتو ترمخه د ونډو بازار 83 درجې راکم شوی وو.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي، په صرافه مارکيټ يا د پېسو په مارکيټ کې د ډالرو کمی دی او اېکسچېنج کمپنيانو ته ډالر نه مېلاويږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ويلي، د سياسي اړي ګړي له امله د ډالر سپلايي کمه شوې او بله دا چې د حج له امله په مارکيټ کې د ريالونو او ډالرو طلب سېوا شوی دی.

هغه زياته کړه، د ايي اېم اېف سره د لوظنامې د نه کېدو له امله خلک په مارکيټ کې ډالر نه خرڅوي او امکان لري د ډالر بيه نوره زیاته شي.

سرکاري شمېرې وايي د روان مالي کال په لسو میاشتو کې د پاکستان ترسيلات زر يا بهر نه راتلونکې پېسې 13 فيصده کم شوي او په دې کې په کليز بنيادونو 29 فيصده کمی راغلی دی.

اقتصاد پوهان وايي په بهر هېوادونو کې مېشت پاکستاني خپلې پېسې په غېر قانونه لار يا بلېک مارکيټ راليږي چرته چې هغو ته د بهرنيو په پېسو زيات قيمت مېلاويږي.

د پاکستان او ايي اېم اېف ترمينځه د تېر کال نومبر راهسې د پور نهمه جایزه د ځنډ ښکار دی چې له امله یې سياسي بې يقيني لا نوره هم سېوا کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00