شاته

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مهمې مشرې شېرين مزاري د ګوند او سیاست پرېښودو اعلان وکړو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يوې مهمې مشرې او د بشري حقونو مخکنۍ مرکزي وزيرې شيرين مزاري د ګوند پرېښودو او د سیاست څخه په ډډه کېدو اعلان وکړو.

شيرین مزاري نن په خبري غونډه کې وويل، چې په نهمه او لسمه مې کومې د تشدد پېښې شوي هغه یې غندنه کوي او د رياست په علامتونو ادارو، پوځي مرکز جي اېچ کيو او سپريم کورټ د حملو هم غندنه کوي.

شيرين مزاري وويل هغه د تحریک انصاف ګوند او عملي سياست پرېښودو اعلان کوي. مزاري زياته کړه، "زما بچي، مور او صحت لومړيتوب دي" او زياته یې کړه د نن وروسته به هغه د يو سیاسي ګوند برخه نه وي.

د مزاري د ګرفتارولو وروسته، په وروستيو کې د هغې لور ايمان مزاري چې وکيله ده ويلي وو د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان سره د ګوند د مشرانو او غړو غم نشته.

عمران خان نن په يو ټویټ کې ويلي وو، "د اډیاله جېل نه بهر د شيرين مزاري د نيولو غندنه کوم. د مزاري صحت ښه نه دی او هغه د ضمانت ترلاسه کېدو باوجود ونيول شوه د دې دپاره چې د هغې حوصله ماته کړی شي".

عمرا خان ويلي وو "مزاري به ماته نه کړی شي ځکه چې ما په خپل ژوند کې څومره خلک ليدلي په ډېرو کې هغه [شيرين مزاري] زړوره ده".

په نهمه مې د عمران خان د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي وو، په نهمه مې چې په ریاست، او ریاستي ادارو او حساسه ودانيو کومې حملې شوي دا د عمران خان د يو کال د ويناګانو نتيجه ده.

د نوموړي په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او زياته کړی شوې چې کمېټۍ په دغو پېښو کې منصوبه بندي کوونکو او خلکو راپاروونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی دی.

پاکستان تحريک انصاف ګوند دعوه کوي په لسګونو غړي یې نيول شوي دي.

د شيرين مزاري نه وړاندې هم د پاکستان تحریک انصاف ګوند څو مشرانو او د پارلیمان اوسنيو او مخکنيو غړو د ګوند څخه د جدا کېدو اعلانونه کړي دي.

د راپورونو ترمخه عمران خان نن په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت کې په غېر رسمي خبرو کې ویلي، چې "خلک د هغه ګوند پريږي نه، بلکې په هغو د ټوپک په زور ګوند پرېښودل کيږي".

له دې وړاندې نوموړي په يو ټويټ کې ويلي وو، "د هغو سره یې خواخوږي ده چې په فشار پرې اچول کيږي او په ګوند پرېښودو مجبوره کول کيږي".

په وروستيو کې چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند څخه څومره کسان جدا شوي زياترو په خبري غونډو کې ویلي، بې د فشار نه د ګوند څخه لارې جدا کوي.

پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې د يو سیاسي ګوند څخه یې مهم غړي جدا کيږي.

له دې وړاندې هم د مختلفو سياسي ګوندونو په بېلابیلو وختونو کې خلک جدا شوي او د سياسي چارو کار پوهان وايي، چې اکثره داسې کارونه د اسټبلشمنټ په خوښه کيږي لومړی خلک سياسي ګوندونو ته راولي او بیا یې ترې جدا کوي.

پاکستان کې په وروستيو کې پوځ څو ځله تکرار کړې چې په سیاست کې لاسوهنه نه کوي.

د سياسي چارو کارپوهه د جرنلزم استاز توصيف احمد خان وايي، پاکستان کې دا بدمرغي ده او تل دغسې شوي دي چې سياسي ګوندونو ته خلک راوستل شوي او بيا د ګوندونو څخه خلک جدا کړی شوي او ځانله ګوندونه جوړ کړی شوي دي.

د نوموړي په خبره په خوښه د سياسي ګوندونو جوړول او بيا ماتول د جمهوريت او اظهار رایې د ازادۍ سره د بشري حقونو په تاوان تماميږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00