شاته

پاکستان کې د تیلو چاڼولو په یوې فابریکې برید کې شپږ امنیتي ساتونکي وژل شوي

په پاکستان کې د پولیسو مقامات وايي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو کې تیره شپه د هنګري د تیلو د چاڼولو په یوه فابریکه باندې د وسله والو په برید کې شپږ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د ځايي پولیسو مشر اصف بهادر د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۳ (غبرګولي دوهمه) وویل په برید کې نږدې ۵۰ وسله والو برخه لرله. هغه فرانس پرس ته وویل: "هغوی په سپکو او درنو وسلو سمبال وو او د هاوان مرمۍ یې وویشتلې، او په مرکزي دروازه کې یې شپږ امنیتي پرسونل ووژل."

دا سیمه د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ده. په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې په پاکستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي چې زیاتره وخت امنیتي ځواکونه او بهرنیان په نښه کوي.

بهادر وويل په وژل شویو کسانو کې د سرحدي ملیشه پولیسو څلور غړي او دوه پاکستاني شخصي امنيتي ساتونکي شامل دي. نوموړي زیاته کړه: "د ډزو تبادلې له یو ساعت څخه زیات دوام وکړ. پولیسو وسله وال تېښتې ته اړ کړل."

هغه د برید پړه د "تحریک طالبان پاکستان" پر ځايي وسله والو واچوله. دغه ډله د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې فعاله ده. تر اوسه د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د پولیسو بل ځايي مشر نور ولي خان هم دا برید او د وژل شویو کسانو شمېر تائید کړی دی.

د "ایم او ایل ګروپ" په نوم د هنګري د تیلو او ګازو شرکت د ۱۹۹۹ راهیسې په پاکستان کې فعالیت کوي. ددغه شرکت په ویب سایټ کې همدارنګه ویل شوي چې دوی په پاکستان کې ۴۰۰ کارکوونکي لري.

دغه شرکت د پېښې په اړه تر اوسه څه ندي ویلي خو په اسلام اباد کې د هنګري سفارت ویلي چې پدې اړه پلټنه کوي او زیاته کړې یې ده چې د کوم دپلوماتیک اقدام پلان نلري.

بهادر وويل، بريد کوونکي د شمالي وزيرستان څخه ورغلي وو، چې له افغانستان سره پر پوله پرته ده او له ډیر وخت راهیسې د اورپکو پټنځای ګڼل کیږي.

په تیرو شلو کلونو کې په دغه سیمه کې د وسله والو د لمنځه وړلو په هدف د پاکستان پوځ ګڼ عملیات کړي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د دوشنبې په ورځ چارواکو وویل په یوې جلا پېښه کې وسله والو په خیبر پښتونخوا کې د نجونو پر دوو خالي ښوونځیو د شپې مهال برید کړی او ودانۍ یې ویجاړي کړي دي، خو مرګ ژوبله یې نده اړولې. ددې برید پړه هم تراوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.