شاته

د پاکستان د ډيجیټلي سرشمېرنې ابتدائي نتایج: د خیبرپښتونخوا ابادي د 40 میلیونو نه کمه ده

واشنګټن - د پاکستان د شماریاتو ادارې په ملک کې د وروستۍ سرشمېرنې ابتدائي شمېرې اعلانې کړي چې ترمخه یې د ټول پاکستان آبادي دا وخت قریب دوه نیم سوه میلینه (249566743) تنانو ته رسېدلې ده. همدا راز ابتدائي شمېرنې ښایي چې د خیبرپښتونخوا آبادي دا وخت کې د څلوېښت میلینه نه کمه یعنې (39823138) تنان دي او پنجاب د قریب 127.5 میلینه آبادۍ سره خپل، د پاکستان تر ټولو د زیادې آبادۍ والا صوبه ګڼل کیږي.

د پنجاب نه پس، سندهـ صوبه د قریب اته پنځوس میلینه آبادۍ سره په دویمه درجه کې او بلوچستان د قریب دوه ویشت میلینه آبادۍ سره، د خیبرپښتونخوا نه پس په څلورمه درجه کې راغلی دی.

د بزنس ریکارډر وېب سایټ د رپوټ ترمخه، د پاکستان د شماریاتو د ادارې مشر نعیم الظفر دا شمېرې په یو خبري کنفرنس کې بیان کړي دي. د هغه په وینا، په دغې سرشمېرنې کې چې د پاکستان اوومه قامي مردم شماري او وړومبۍ ډيجیټلي مردم شماري وه، د پایتخت اسلام آباد آبادي قریب دوه میلینه و درې لکه و شپېته زرو ته اوچته شوې ده.

د رپوټ ترمخه، د شماریاتو کمېشنر ویلي چې د دې نه وړاندې سرشمېرنه چې کومه شوې وه، د هغې په نسبت اوس د پاکستان په ټوله آبادي کې نهه څلوېښت (۴۹) میلینه اضافه راغلې ده. د دې ډيجيټلي سرشمېرنې موده څه وخت مخکې غځېدلې وه چې د چارواکو په وینا د دې غځولو په نتیجه کې لس میلینه و اووه لکه نور وګړي هم په سرشمېرنه کې حساب کړی شول. چارواکو دا هم ویلي چې په دې ډیجېټلي سرشمېرنې باندې څلور دېرش (۳۴) اربه روپۍ خرچه راغلې ده.

په دې سرشمېرنې باندې دمخه لا خیبرپښتونخوا کې پوښتنې راولاړې شوې وې او سیاسي ګوندونو دا خبره اوچته کړه چې په قبایلي ضلعو کې وړاندې هم د کال ۲۰۱۷ په سرشمېرنه کې د بنیادي ډهانچو د نشتون له کبله د دوی یو کروړ او شل لکه آبادي، په مشکل سره پنځوس لکه ښودل شوې وه او دا د قبایلي اولس سره "لوی خیانت" و.

د شماریاتو اداره وایي چې دا ځل د ډیجیټلي سرشمېرنې په مهال یې د دوه لکه نه زیات شکایتونه اخېستي دي چې اکثره یې د سیاسي جماعتونو له خوا درج شوي و او دوی ورباندې غور کړی دی.

وزیراعظم شهباز شریف حکم کړی چې د وروستۍ سرشمېرنې د تصدیق کولو لړۍ دې د روانې مې میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې مکمله کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00